افغانستان

د استانبول کونسلګري؛ د دوه نیم میلیون ډالرو پر ځاي یو لیک

په ترکیه کې دوو افغان دیپلوماتانو آمو ته تایید کړې چې له استانبول څخه د افغانستان د مخکیني جنرال کونسل ذبیح الله حسین خېل له تېښتې وروسته، ددې کونسلګرۍ په مالي خزانه کې پيسې ونه موندل شوې. سرچینو آمو ته د دې خبرې په تاییدولو ویلي چې د ترکیې پولیس د سپتمبر په دیارلسمه د افغانستان کونسلګرۍ ته ننوتل او ددې بنسټ د مالي صندوق په پرانیستو سره، یوازې یوه پاڼه پکې وه چې پکې لیکل شوي: «مرګ پر طالب ـ ژوندی دې وي جمهوریت.»

دغو سرچینو آمو ته تایید کړې چې له د کاغذ له دې پاڼې پرته چې داسې ښکاري د ښاغلي حسین خېل په قلم ده، د دې کونسلګرۍ عوایدو په د ساتلو په صندوق کې هېڅ پېسې نه وې. ښاغلی حسین خېل د سپتمبر په نهمه له استانبول څخه وتلی دی.

ښاغلي حسین خېل په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د پیسو د غلا په اړه آمو ته ویلي و چې نوموړی حاضر دی داسې حکومت ته چې د خلکو په رایو راغلی وي ځواب ووایي.

د ښاغلي حسین خېل د څرګندونو له مخې، د استانبول کونسلګري د میاشتې ۱۲۰ زره ډالر عاید لري او کابو ۵۰۰ زره ډالر ددې کونسلګرۍ په بانکي حساب یا خزانه کې ساتلي دي.

له بلې خوا، په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو بل دیپلومات آمو ته وویل چې دا کونسلي د ورځې له اتو تر ۱۴ زره ډالر او د میاشتې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زره ډالره عاید درلود او ټینګار کوي چې ښاغلي حسین خېل ددې کونسلګرۍ له عواید اته تر ۹۰۰ زره ډالر له ځان سره وړي دي.

دغه دیپلومات آمو ته وویل: «په یوه کال کې موږ څه د پاسه دوه میلیون ډالره عواید لرل، روښانه نه ده چې ددغو ۲۲ زره پاسپورتونه برخلیک به څنګه شي چې پیسې یې اخیستل شوې دي.»

په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ د هر پاسپورت د تمدید په بدل کې ۱۲۶ ډالر اخیستي دي چې دا ټول دوه میلیونه او ۷۰۰ زره ډالر کېږي.

ددغو پیسو ترڅنګ، دا کونسلګري له هر کډوال څخه چې د ترکیې له خوا ایستل کېږي، د وتلو پاڼې په بدل کې لس ډالر اخلي. د ترکیې دولت په تېر یوه کال کې زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په ترکیه کې څو تنو افغان دیپلوماتانو آمو ته وویل، هغه پیسې چې د افغانستان کونسلګرۍ له دغو کډوالو اخیستې هغه هم قانوني بنسټ نه درلود او هېڅ رسمي حساب ته نه دي لېږل شوې.

په ترکیه کې له څلورو زیاتو دیپلوماتانو آمو ته تایید کړه چې یوازې ښاغلي حسین خېل او د کونسلګرۍ مالي مسوول سید حامد نعماني خزانې یا سیف ته لاسرسي درلود.

یوې دغې سرچینې آمو ته په پیغام کې لیکلي: «له دغو پیسو، ۵۷ زره ډالر له نعماني سره وو او ټاکل شوې وه چې نعماني د حسین خېل له تلو درې ورځې وروسته اماراتو ته ولاړ شي. یعنې څه ډول یې ۵۷ زره ډالر له ځان سره کور ته وړي او غوښتل یې پرته له دې چې د ځان برخه تسلی کړي اماراتو ته ولاړ شي.»

موږ غوښتل چې په دې اړه د ښاغلي نعماني نظر هم ترلاسه کړو، خو هغه په وټس اپ کې د آمو د خبریال تماسونو او پيغامونو ته ځواب ورنه کړ.

د جنرال کونسل چوکۍ پر سر دعوا

له تېښتې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سفیر ښاغلي حسین خېل، حبیب الله خنجاني ددې کونسلګرۍ د سرپرست په توګه ګمارلی و، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت عبدالله صالحي ددې کونسلګرۍ د سرپرست په توګه وټاکه.

عبدالله صالحي له دې مخکې د استانبول په کونسلګرۍ کې د کډوالو برخې مسوول و. په وروستیو هغه د طالبانو له خوا د ایران په زاهدان کې د کونسلګرۍ د لومړي سکرتر په توګه ټاکلی و، خو په خدمتي توګه یې په استانبول کې کار کاوه.

سرچینو آمو ته تایید کړې چې په استانبول کې دوو افغان ديپلوماتانو فزیکي شخړه هم کړې ده.

ښاغلي صالحي هم د آمو د خبریال په ځواب کې وویل چې نه غواړي په دې اړه څه ووایي.

د طالبانو دیپلوماتان

د درېیو سرچینو په وینا، طالبانو د ګلمد خان ځدراڼ په نوم یو ديپلومات د استانبول کونسلګرۍ ته لېږلی دی. یوې دغې سرچینې آمو ته وویل چې ښاغلی ځدراڼ اوسمهال په استانبول کې دی او په هوټل کې یې د استوګنې لګښت د کونسلګرۍ له خوا ورکول کېږي.

موږ غوښتل چې په دې اړه د ښاغلي ځدراڼ نظر هم واخلو، خو هغه د آمو د خبریال د پوښتنې له اورېدو وروسته، تلیفون بند کړ او ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

ښاغلي ځدراڼ په جمهوریت دوره کې په سویلي کوریا کې د افغانستان د مختار وزیر په توګه کار کړی، هغه په دې وروستیو کې درې میاشتې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دفتر رییس و.

په عین حال کې، په انقره کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې آمو ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو وزارت دوه تنه نور هم په انقره کې د افغانستان سفارت ته د دیپلوماتانو په توګه معرفي کوي. موږ غوښتل چې په دې اړه په ترکیه کې د افغانستان د سفیر امیر رامین نظر ترلاسه کړو، خو ښاغلي رامین د آمو د خبریال پيغامونو ته ځواب ورنه کړ.

د جمهوریت له سقوط وروسته، په بهر کې د افغانستان ډېری سیاسي نماینده ګیو خپلو کارونو ته دوام ورکړ. خو تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد نه دی حاضر شوی چې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

په دې لړ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پاکستان یوازینی هېواد دی چې د افغانستان سیاسي استازولي یې د افغانستان په واک کې ورکړې ده. خو د ایران، ترکمنستان، روسيې او ازبیکستان په شان یو شمېر هېوادونو یوازې د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.