افغانستان

بدخشان کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ځواکونه ـ انځور: ارشیف

د هېواد په شمال – ختیځ کې بدخشان ولایت په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د سختو نښتو شاهد و چې دواړو ښکېلو لوریو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا دغه نښتې د بدخشان د مرکز فیض اباد په ځینو برخو او راغستان او مای‌مي ولسوالیو کې شوې دي.

د دغو ولایت په ځینو برخو کې نن یکشنبه هم نښتو دوام درلود.

دغه نښتې د فیض اباد ښار په څنډه کې په درېیو سیمو لکه شیوه، یفتل بالا او پلنګ درې سیمه کې شوې دي.

سرچینې په دغو عملیاتو کې د ۱۶ طالبانو وژل کېدل تاییدوي او وایي چې ۴ تنه مقابل کسان هم په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي دغه تلفات ردوي خو وایي چې په دغو برخو کې «تعقیبي عملیات» دوام لري.

یوه سرچینه وایي چې د طالبانو په ټپیانو کې د بدخشان ولایت د لوا لپاره د دې ډلې قوماندان قاري عبدالرحمن هم شامل دی.

دغه سرچینه زیاتوي چې په دغو نښتو کې د مقاومت جبهې لسګونه تنه ځواکونو نیول شوي دي.

د مای‌مي ولسوالۍ د تنګ شیو سیمې یو اوسېدونکی وایي چې په تېرو څو ورځو کې یو شمېر طالبان په دوو چورلکو کې دغې ولسوالۍ ته راوړل شوي دي؛ هغه ځای ته چې د مقاومت جبهې او د طالبانو د سختو نښتو شاهد دی.

د دغه اوسېدونکي په وینا د دغو کسانو مدیریت د ملا جمعه پر غاړه ده او د طالبانو دغه قوماندان د پنځو ولسوالیو مشري په لاس کې لري.

تنګ شیو د بدخشان ولایت د مای‌مي ولسوالۍ یوه غرنیزه سیمه ده چې د شغنان، دروازها، راغ او د شیوې ولسوالیو ځینې برخې سره نښلوي او له تاجکستان سره هم پوله لري.

د یو طالب قوماندان جلا کېدل

دوې سرچینې وایي چې د طالبانو یو ځایي قوماندان چې بدخشان کې د دې ډلې د فرقې امر و له خپلو تر ۱۰۰ زیاتو کسانو سره له طالبانو جلا شوی او غرونو ته تللی دی.

دغه قوماندان عبدالحمید مجاهد او د بغلان لپاره د طالبانو له امنیه قوماندان صفي الله پورې تړلی کس و. د سرچینو په وینا مجاهد بدخشان کې د طالبانو د کشف فرقې امر و او له دې ډلې سره د سختو اختلافونو له امله یې یوه اوونۍ مخکې له طالبانو خپله لار جلا کړې ده.

سرچینې زیاتوي چې قوماندان حمید اوسمهال له خپلو ځواکونو سره د شیوې او یفتل بالا په ځینو برخو کې د طالبانو پروړاندې جنګېږي او ویل کېږي چې نوموړي لسګونه میله جنګي توکي او یوه اندازه مهمات له ځان سره وړي دي.

له طالبانو د هغه د جلا کېدو لامل له دندې یې ګوښه کېدل بلل شوی دی.

دغه قوماندان د طالبانو په لاس د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار او یفتل بالا ولسوالۍ په سقوط کې اغېزمنه څېره بلل کېږي.

له دې درې میاشتې مخکې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې یو قوماندان قاري وقاص د مولوي عابد له وژلو څو میاشتو وروسته د مقاومت جبهې زیات شمېر کسان یې نیولي او وژلي یې دي.

په دې لړ کې ویل کېږي چې قوماندان حمیدالله بدخشان کې د مقاومت کوونکو په لومه کې د راګیرولو لپاره ترې جلا شوی؛ څنګه چې څو میاشتې مخکې په تګاب ولسوالۍ کې قاري وقاص په همدې پلمه د مقاومت جبهې ځواکونو طالبانو ته تسلیم کړي وو.