افغانستان

د هېواد د اوولسو ولایتونو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو نه شتون

هغه شمېرې چې د بېلابېلو سرچینو له خوا آمو ته رسېدلې ددې ښودنه کوي چې د هېواد په اوولسو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله نشته په داسې حال کې چې په شپاړسو نورو ولایتونو کې هم په رسنیو کې د ښځو شمېر کم شوی دی.

د شمېرو له مخې، پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، کندز، تخار، جوزجان، کندهار، فاریاب، غور، ننګرهار، بامیان، دایکندي، فراه، غزني، وردګ او سرپل هغه ولایتونه دي چې هېڅ ښځینه خبریاله پکې فعالیت نه لري.

له رسنیو د ملاتړي یوه بنسټ مسوول د نوم نه ښودلو په شرط آمو ته دا موضوع تایید کړه.

هغه وایي چې په ډېری ولایتونو کې طالبانو د ښځینه خبریالانو د فعالیت مخنیوی کړی دی.

له رسنیو ملاتړي بنسټونه هم په دغو رسنیو کې د ښځو نشتوالی د طالبانو د ولایتي مسوولینو مخنیوی بولي.

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې مسوول حجت الله مجددي وایي چې ۳۱۹ ښځینه خبریالانې په کابل او ۱۱۹ هم په ۱۵ نورو ولایتونو کې فعالیت لري.

ښاغلی مجددي زیاتوي: «لږ شمېر ولایتونه دي لکه غزني چې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې د کار کولو اجازه لري خو له بده مرغه په ډېری ولایتونو کې د مالي ستونزو له امله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو لپاره د کار امکان نشته.»

یوه بله سرچینه وايي چې په لوېدیځ زون کې له هرات او بادغیس پرته چې لږ شمېر ښځینه خبریالانې پکې فعالیت لري، ددې زون د نورو ولایتونو په رسنیو کې هېڅ ښځینه کارکوونکې فعالیت نه لري.

د دې سرچینې په وینا، طالبانو د رسنیو مسوولینو ته ویلي په هغه صورت کې ښځې کولای شی چې نارینه او ښځینه کارکوونکي په جلا جلا ځایونو کې کار وکړي.

یوه بله سرچینه وایي چې په ۱۴۰۰ کال کې په ټولو ولایتونو کې ښځینه خبریالانو فعالیت درلود، خو اوسمهال په کابو ۲۵ ولایتونو کې هېڅ ښځينه خبریاله نشته.

د محدودیتونو لګول

د کندهار ځایي خبریاله تبسم پوپل وایي چې د محدودیتونو له امله دې ته اړ شوې چې په رسنۍ کې له کاره لاس واخلي.

د غور د ملي ټلویزیون خبریاله لیلا نایل وایي چې په دې ولایت کې اوو ښځینه خبریالانو فعالیت درلود خو یو کال کېږي چې ټولې په کور ناستې دي.

هغه زیاتوي چې د مخکیني نظام له سقوط وروسته څو ځله خپل کاري دفتر ته تللې خو د طالبانو له خوا ورته د فعالیت اجازه نه ده ورکړ شوې.

مېرمن نایل وایي: «د کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې وم چې د میاشتني معاش په اخیستو سره به مې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابرولې خو اوس وزګاره یم.»

د جوزجان ځایي خبریاله فرشته فرهمند وايي چې طالبان په دې ولایت کې ښځینه خبریالانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه وایي چې له څه مودې وزګارۍ وروسته اوس د جوزجان په یوه روغتون کط د کورنیو د اړتیاوو برابرولو او روحي ستونزو د لیرې کولو له امله کار کوي.

د بغلان یوه ځایي خبریاله چې د امنیتي ستونزو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه وکړه وايي چې طالبانو په دې ولایت کې ښځینه خبریالانو ته ویلي چې نور په رسنیو کې فعالیت ته دوام ورنه کړي.

نوموړې زیاتوي: «څلور کاله مې له ګڼو ستونزو سره د ژورنالیزم پوهنځی ولوست، ترڅو کار پيدا کړم؛ خو یو کال کېږي چې طالبانو مې په رسنیو کې د کار کولو مخه نیولې د رسنیو له کاره لیرې والی راته ډېر ګران دی.»

په پروان کې د ملي ټلویزیون یو خبریال وايي چې له یوه کال راهیسې په دې اداره کې ښځینه خبریالانې فعالیت نه لري.

هغه زیاته کړه، په پروان کې رسنۍ ښځینه خبریالانې په دندو نه شي ګمارلی.

د ښځینه خبریالانو روحي ستونزې

تخار کې ځایي خبریاله مهسا صدیقي وايي: «یو کال وشو دنده مې له لاسه ورکړې د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته وم. اوس نه پوهېږم د خپلې کورنۍ لګښتونه څنګه برابر کړم.»

هغه زیاتوي چې یو کال په کور کېدو رواني ستونزې ورته رامنځته کړې دي.

بامیان کې یوه خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي چې د جمهوریت پر مهال په بامیان کې د دې په ګډون ۱۵ ښځینه خبریالانو فعالیت درلود چې اوس ټولې په کور شوې دي.

هغه ادعا کوي: «څو ځله مې له ناپېژانده شمېرو اخطار ترلاسه کړی او څو ځله د ناپېژانده کسانو له خوا تعقیب شوم او اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې ژوند کوم چې دغې وېرې زما پر روان منفي اغېزه کړې ده.»

دایکندي کې ځایي خبریاله حمیده وایي چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې دایکندي کې ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

وردګ ولایت کې ځایی خبریاله فرزانه محمدي وایي چې یو کال په کور کېدو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له روحي ستونزو سره هم مخ کړې ده.

نوموړې زیاتوي: «ما په ډېرو ستونزو سره زده کړې وکړې او دنده مې پیدا کړه اوس پر روحي ستونزو اخته شوې یم او په همدې حال د ډاکتر تر څارنې لاندې یم.»

د آمو ټلویزیون خبریال د اتو نورو ولایتونو له ښځینه خبریالانو سره هم خبرې کړې دي چې دغه خبریالانې له یو کال راهیسې په کور شوې دي. هغوی د امنیتي ستونزو له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي.

د ښځو حقونو فعاله ساره سیرت وایي چې طالبانو په خپلو کړنو دا روښانه کړې چې د پرمختګ مخالف دي.

خو هغه وایي، چې طالبان په داسې کارونو د افغان مېرمنو د پرمختګ مخه نه شي نیولای.

د طالبانو له مرستیال ویاند بلال کریمي سره په پرله پسې اړیکو ونه توانېدو د دغه راپور په اړه د دې ډلې ځواب ولرو.

د بې پولې خبریالانو راپور

د بې پولې خبریالانو سازمان د روان کال د زمري پر ۹ نېټه یوه راپور کې وویل چې د طالبانو په یوه کال واکمنۍ کې افغانستان ۳۹.۵۹ سلنه رسنۍ او ۵۹.۸۷ سلنه خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې له لاسې ورکړې دي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان تېر کال د اګسټ له ۱۵ مخکې ۵۴۷ رسنۍ لرلې چې په تېر یوه کال کې ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت درولی او له ۱۱ زره او ۸۵۷ خبریالانو څخه ۷۶ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دغه راپور همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې دوه زره او ۷۵۶ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په کار بوخت وو. اوس یوازې ۶۵۶ تنه کار کوي.