افغانستان

شبرغان کې د ترافیکې پېښې له امله څلور تنه مړه شوي

د شبرغان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې، ملي ټلویزیون په جوزجان کې د طالبانو امنیه قوماندان په حواله راپور ورکړی، چې دغه پېښه نن سهار د شبرغان ـ میمنې پر لویه لاره د دښت لیلې مدرسې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپيان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.