سویلي آسیا

د جون له ۲۵مې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوي

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت صوبایي ادارې د راپور له مخې، د جون میاشتي له ۲۵مې نېټې راهیسې د باران، ناڅاپي سېلابونو او ځمکو ښوېیدنو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

درنو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې پراخ زیانونه اړولي، او یوازې د سوات سیند په اوږدو کې ۱۸ کسان د اوبو د ناڅاپي لوړوالي له امله سېلاب وړي دي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د مانسون د دوامداره بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو او ځمکو ښوېیدنو خطر لا هم شته.

د چارواکو په وینا، چې دا پېښې د صوبې په بېلابېلو ولسوالیو لکه سوات، ایبټ‌اباد، مانسهره، چترال، بونیر، صوابی، کرم، چارسده، ملاکنډ، شنګله، تورغر او جنوبي وزیرستان کې رامنځته شوي دي.

د راپور له مخې، په مړو کې ۷ نارینه، ۵ ښځې او ۱۰ ماشومان شامل دي، او په ټپیانو کې ۶ نارینه، ۴ ښځې او ۱ ماشوم شامل دی.