په خوست ولایت څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا د شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي پُل یوه برخه نن سهار وختي سیلابونو وړې ده.
سرچینو جمعه د چنګاښ په ۶مه وویل، چې یاد پُل د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ اړوند په غلنګ سیمه کې جوړ شوی و.
سرچینې زیاتوي، چې یاد پُل د مسافرو او د یادې سیمې د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی و.
سرچینې همداراز وایي، چې یاد پُل تېره میاشت ګټې اخیستې ته سپارل شوی و، چې نن یې سیلابونو یوه برخه ویجاړه کړې ده او خلک یې د تګ راتګ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړه ده، چې نن خوست کې سیلابونو ګڼ مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي.