کډوالي

په یوه ورځ کې له ۳۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته وایي چې په تېره یوه ورځ کې له ۳۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه د اسلام قلعه پولې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. په ورته وخت کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت یوې سرچینې ویلي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ له کړکیچ وروسته له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه د پخوا په پرتله شاوخوا لس چنده زیاته شوې ده.

په همدې حال کې، ځینې راستنیدونکي وايي چې هیواد ته د راستنیدو پروسه د پخوا په پرتله ډیره ستونزمنه شوې او دوی هیواد ته د راستنیدو پرمهال له ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

د اسراییل او ایران ترمنځ د نښتو او جګړې څخه شاوخوا دوه اونۍ تیرې شوې دي. د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت یوې سرچینې ویلي چې هیواد ته د کډوالو راستنیدل په دې دوو اونیو کې د پام وړ زیات شوي او شاوخوا لس چنده زیات شوي دي.

له دې سره، د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند په دریمه ورځ، له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه لا هم دوام لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته تایید کړه چې یوازې په یوه ورځ کې، له درې زرو څخه ډیر افغان کډوال له ایران څخه د اسلام قلعه پولې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

مجاهد په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، او دا هم روښانه نه ده چې ایا دا شمیر کډوال پخپله راستانه شوي دي یا را ایستل شوي دي.

په همدې حال کې، ځینې راستنیدونکي وايي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه پخوا په پرتله ډیره ستونزمنه شوې ده، او راستنیدونکي له ډیرو ننګونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو سره، په زرګونو د بشري حقونو فعالان، خبریالان، پخواني سرتیري او نور وګړي چې د طالبانو له ګواښونو او غچ اخیستنې سره مخ وو، اړ شول چې له هیواده ووځي او په بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو کې پناه واخلي، لکه ایران.

اوس، د ایران او اسراییلو ترمنځ وروستیو کړکیچونو افغان کډوال، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې ایران ته تللي دي، په یوه ستونزمن حالت کې اچولي دي.

که څه هم ایران او اسراییل په اوربند هوکړه کړې ده، خو په ایران کې د هیواد کډوال وايي چې په ایران کې د کډوالو وضعیت لا عادي حالت ته نه دی راستون شوی. ځینې یې وایي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې ایران ته تللي دي، او که افغانستان ته راستانه شي نو د طالبانو د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.