د امریکا د استازو جرګې ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د تمویل بندیز لایحه تصویب کړه. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس وايي چې دا لایحه ډاډ ورکوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو یوه سلنه هم طالبانو ته ونه رسیږي.
په ورته وخت کې، د امریکا استازو جرګې غړی ټیم بورچټ «ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د تمویل بندیز» لایحې تصویب د کلونو هڅو پایله ګڼي او وايي چې تر دې دمه د امریکا د مالیه ورکوونکو پنځه میلیارده ډالر طالبانو ته رسیدلي دي.
د امریکا د استازو جرګې بالاخره «ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د تمویل بندیز» لایحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.
د امریکا د استازو جرګه کې د دې لایحې تصویب له یو کال څخه ډیر وخت ونیو، او په دې ناسته کې، د جرګې دوه پر دریمه برخه غړو د لایحې د تصویب لپاره موافقه رایه ورکړه.
د امریکا د استازو جرګې غړی، دیف تایلور، وايي: «پوښتنه دا ده: ایا جرګه به قوانین وځنډوي او د HR-260 لایحه به له اصلاحاتو سره تصویب کړي؟ هغه کسان چې موافق دي، ودې وایي «هو». مخالفین دې ووایي «نه». د رییس په نظر، د دوه پر دریمې برخې اکثریت ته په پام سره، قوانین به وځنډول شي، لایحه به تصویب شي، او د بیا غور لپاره وړاندیز به پرته له مخالفته رد شي. د لایحې سرلیک به پرته له مخالفته اصلاح شي.»
د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچټ، چې د دې لایحې لیکوال او وړاندې کوونکی دی، وایي چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پنځه میلیارده ډالر تر اوسه طالبانو ته رسېدلي دي، او نوې لایحه به طالبانو ته مالي او مادي مرستې ودروي او د نغدي مرستو پروګرامونو په اړه به راپور ورکولو ته اړتیا ولري.
د امریکا د استازو جرګې غړی، ټیم بورچټ، وايي: «د طالبانو د بودیجې بندېدو پرېکړه د رایو په اتفاق سره تصویب شوه. له ټولو مو ډېر منندوی یم. په ټول هېواد کې خلکو واقعاً له دې موضوع بېساری ملاتړ وښود. دا یو له یو کال څخه اوږده لاره وه. اوس باید دا پرېکړه سنا ته واستوو.»
د ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو تمویل قانون څه شی دی او کوم موارد پکې نغښتي دي؟
دا لایحه پنځه مادې لري، چې لومړۍ یې د لایحې نوم دی، دوهمه یې د طالبانو لپاره د مالي او مادي ملاتړ سره د مبارزې ستراتیژي ده، دریمه یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مستقیمو نغدي مرستو د وضعیت په اړه راپور ورکول دي، څلورمه یې د افغان صندوق وضعیت دی، او وروستۍ ماده یې د کانګرس د کمیټو تعریف دی.
د ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو د تمویل بندیز لایحه
- د طالبانو لپاره د مالي یا مادي ملاتړ سره د مبارزې ستراتیژي• په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مستقیمو نغدي مرستو په اړه راپور ورکول
- د افغان صندوق په اړه راپور ورکول
- د کانګرس د کمیټو تعریف
ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د تمویل بندیز لایحه اوس د سنا لخوا تصویب ته اړتیا لري مخکې له دې چې د متحده ایالاتو ولسمشر لخوا په قانون بدل شي.
د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې رییس په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د لایحې له پلي کیدو وروسته، د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پیسو یوه سلنه به طالبانو ته ونه رسیږي، او طالبانو ته به د پټو چینلونو او دریمو هیوادونو له لارې د پیسو د رسیدو مخه هم ونیول شي.
سربېره پردې، وروسته له دې چې دغه لایحه تصویب شي او په قانون بدله شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د دېرشو ورځو په اوږدو کې راپور ورکړي چې کومو هیوادونو او ادارو د طالبانو ملاتړ کړی دی.