کډوالي

ایرانی چارواکی: شپږ افغان کډوال د ګیلان په استار ولسوالی کې نیول شوي

انځور: د ایراني پولیسو له لوري د یو شمېر نیول شوي افغان کډوال.

ایراني رسنیو د یوه نظامي چارواکي په راپور ورړکړی، چې شپږ افغان کډوال د دغه هېواد د ګیلان ولایت په استار ولسوالی کې نیول شوي دي.

مرتضی احدي له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د داسې راپور په ترلاسه کولو سره چې یو شمېر ناقانونه مېشت افغان اتباع په استارا ولسوالۍ کې اوسیږي، د موضوع د مهموالي له امله دا موضوع د پولیسو د کار په لومړیتوبونو کې شامله شوه.»

د استارا د امنیه قوماندان زیاته کړې چې  په یوه اطلاعاتي او امنیتي عملیات کې ۶ تنه افغان وګړي چې د پېژند پاڼو پرته وو، وپېژندل شول او په یو ناڅاپي عملیات کې ونیول شول او د هېواد څخه د ایستلو لپاره د قضايي دوسیې د جوړولو لازم اقدامات ترسره شول.

هغه په پای کې وویل، چې د غیرقانوني بهرنیانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي او له ښاریانو یې وغوښتل چې که کوم مشکوک مورد وویني، نو د ۱۱۰ شمېرې له لارې دې پولیسو، امنیتي او استخباراتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان کډوالو شکایت کړی وو، چې د ایران او اسراییلو له جنګ سره هممهاله، ایراني چارواکي ددغو کډوالو مخه نیسي تر څو د خپل د ځان د خوندیتوب لپاره له تهران څخه ووځي.