د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس له لوري د راټولو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې له ۲زره او ۲۰۰ زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
دغه شمېرې، چې د جون له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې راڅرخي، ښيي چې ۱۹۹۴ کورنۍ له ایرانه ایستل شوي، او ۲۳۸ کورنۍ له پاکستانه ایستل شوې یا هم پخپله خوښه بېرته راستانه شوې دي.
له پاکستانه راستنېدونکو له ډلې، ۱۴۹ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۸۶ د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۳ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې افغانستان ته راغلي دي.
له ایرانه، ۴۷۱ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې راغلې او ۱زره او ۵۲۳ نورې کورنۍ د هرات ولایت د اسلام قلعه له پوله راغلي دي.
دغه ایستنې له هغه وروسته زیاتې شوې دي، چې دواړو ګاونډیو هېوادونو پر افغان مهاجرو فشارونه زیات کړي. د ایران د ملي پولیسو مشر تازه خبرداری ورکړی چې مهاجر باید تر جولای پنځمې مخکې له هېواده ووځي، که نه نو نیول او په زور ایستل به یې پیل شي. له بلې خوا، پاکستان هم د بې اسنادو افغان مهاجرو د نیولو او ایستلو لړۍ روانه ساتلې، سره له دې چې نړیوالو ادارو او د بشر حقونو ډلو یې پر ضد نیوکې کړي دي.
بشري مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې د مهاجرو ډلهییز ایستل د افغانستان پر لا دمګړی کمزوري زیربناوو او بېځایه شویو کسانو د ملاتړ سیستمونو سخت فشار راوړي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې هېواد له پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او د مرستو د وېش له محدودیتونو سره مخ دی.