د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې یوه ډله هندي زدهکوونکي د هند سفارت په همغږۍ له تهران څخه ایستل شوي دي.
دغه وزارت ویلی، ځینې نور زدهکوونکي هم د ارمنستان له پولو څخه له ایران څخه وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو تر منځ شخړې او پوځي نښتې نن (سهشنبه) پنځمې ورځې ته وغزول شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جایسوال، د سهشنبې په ورځ وویل: «هندي زدهکوونکي د امنیت ساتلو په موخه، د سفارت د ترتیباتو له مخې له تهران ښاره انتقال شوي دي. همداراز، نورو هندي اوسېدونکو ته چې د ترانسپورت وسیلې لري، سپارښتنه شوې چې د وضعیت د خرابوالي له امله، تهران پرېږدي.»
د هغه په وینا، یو شمېر هندي وګړي توانېدلي چې د ارمنستان د ځمکنۍ پولې له لارې له ایران څخه ووځي، او «په تهران کې د هند سفارت د هندي ټولنې سره په دوامداره تماس کې دی، تر څو که اړتیا پیدا شي، اړینې مرستې برابرې کړي.»
ایران د هندي زدهکوونکو لپاره، په ځانګړې توګه د طب په برخه کې، یو له مشهورو تعلیمي مقاصدو څخه دی. د رسمي شمېرو له مخې، له ۶۰۰۰ څخه ډېر هندي زدهکوونکي په ایران کې زدهکړې کوي، او ټولټال له ۱۰زرو زیات هندي وګړي په دغه هېواد کې مېشت دي.
د هند حکومت د بیړنیو تماسونو لپاره ځانګړي چینلونه فعال کړي او د خپلو اتباعو د خطرناکو سیمو څخه د ایستلو لپاره لازم اقدامات پیل کړي دي.