د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، پیت هگست له فاکس نیوز سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې اسراییلو او ایران د توغندیو تبادله روانه ساتلې، امریکا په منځني ختیځ کې په دفاعي حالت کې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړې زور اخیستی.
له دې وړاندې، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له ایرانی وګړو وغوښتل چې د دې هېواد پلازمېنه تهران «فوراً تخلیه» کړي.
هغه په یوه لیکلي پیغام کې په «اکس» کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران «باید د اټومي هوکړهلیک» تر دې وړاندې لاسلیک کړی وای، او زیاته کړې یې ده چې په دې تړاو یې ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی و.
ښاغلي ټرمپ ویلي: «ایران نشي کولای اټومي وسلې ولري. ما دا خبره بیا بیا کړې ده!»
د دغو بریدونو له زیاتوالي سره هممهاله، ناسا راپور ورکړی چې درې اورلګېدنې یې د عمان په خلیج کې ثبت کړې دي.
د ناسا او خصوصي شرکتونو د سپوږمکۍ معلومات ښيي چې یوه دوامداره اورلګېدنه د عمان خلیج په سیمه کې، د هرمز تنګي ته نېږدې رامنځته شوې ده.
ایراني رسنیو هم، پرته له دې چې جزئیات وړاندې کړي، د عمان خلیج کې د درې اورلګېدنو راپور ورکړی دی.
تر اوسه د دغو اورلګېدنو د پېښېدو علت نه دی روښانه، او نه هم ایراني یا اسراییلي چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.