محلي سرچینو آمو ته ویلي، چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د پخواني حکومت د المار ولسوال، محمد صالح، د یکشنبې په ورځ د ناپېژندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې له غرمې وروسته د میمنې او المار ترمنځ پر لاره رامنځته شوې ده.
د دغه پخواني چارواکي یوه خپلوان ادعا کړې چې طالبان د دې برید تر شا دي.
نوموړي ویلي، محمد صالح په فاریاب ولایت کې د عبدالرشید دوستم د پوځي عملیاتو پر مهال د طالبانو پر ضد جنګېدلی و او د دې ولایت له مشهورو څېرو څخه ګڼل کېده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د محلي سرچینو په وینا، محمد صالح د جمهوري نظام له سقوط وروسته لنډمهاله ایران ته تللی و، خو بیا فاریاب ته راستون شوی و او «په تېرو دوو کلونو کې یې سوداګریز فعالیتونه او له اړمنو سره د مرستو چارې ترسره کولې».