Uncategorized @ps منځنی ختیځ

د اسراییلي چارواکو په وینا: د ایران په تازه بریدونو کې څلور تنه وژل شوي دي

د اسراییلو د بېړنيو خدمتونو سازمان وايي، چې د ایران د تازه بریدونو په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي دي.

دغو څلورو کسانو کې دوه ښځې او یو سړی شامل دي، چې ټول د خپل ژوند په اویایمې لسیزه کې وو.

یاد سازمان زیاته کړې چې په دې بریدونو کې ۷۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، لږ تر لږه یو تن سخت ژوبل شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.دغه بنسټ زیاتوي چې د ژغورنې او مرستې عملیات لا هم په دوو ځایونو کې دوام لري.