سویلي آسیا

د هندوستان په اوتاراکند ایالت کې د یوه چورلکې د رالوېدنې له امله ۷ سپرلۍ وژل شوي

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه چورلکه د دغه هېواد په اوتاراکند ایالت کې را لوېدلې او د پیلوټ په ګډون ټول ۷ تنه سپرلۍ پکې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا چورلکه د «آریان» هوايي شرکت پورې اړه لري او له گوپتکاشي څخه کدارنات دام ته په پرواز کې و، چې د پېښې ښکار شوه او د ګورېګند په ځنګلونو کې را وغورځېده.

تر اوسه د دې چورلکې د سقوط لامل نه دی روښانه، او هندي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو هندي رسنیو ویلي، چې له دې پېښې وروسته، په سیمه کې د «چار دام» فعالې چورلکې خدمات تر دویم اطلاع پورې ځنډول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه هم هندي رسنیو راپور ورکړی و، چې یو مسافر وړونکی الوتکه چې لندن ته روانه وه، د دغه هېواد په لوېدیځ کې را لوېدلې ده.