منځنی ختیځ

د اسراییلو د بیړنيو خدمتونه اداره: د ایران د دوه پړاوه توغندیزو بریدونو په ترڅ کې ۹ کسان وژل شوي دي

عکس یکی از زخمیان حمله موشکی ایران بر اسرائيل

د اسراییلو د بېړنيو خدمتونو ادارې ویلي، چې ایران تېره شپه (د غبرګولي ٢٤مه) پر اسراییل دوه پړاوه توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان په بېلابېلو ښارونو کې وژل شوي او شاوخوا ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې اسراییلي ادارې د چارواکو په وینا، د ایران له خوا په بت یام ښار کې، چې د تل‌ابیب په سوېل کې موقعیت لري، د یوې ودانۍ په نښه کولو سره درې تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

همدا راز، د دوی په وینا، په یو بل برید کې، کله چې توغندي د «حیفا» ښار ته نېږدې پر یوه مېشتې سیمه ولګېدل، لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د بریدونو یو بل لړ د تل‌ابیب په شاوخوا کې د ۶۰ کلنې مېرمنې د وژل کېدو لامل شوی دی.په همدې حال کې، د اسراییلو بیړنيو خدماتو ویاند ویلي، چې په دې سیمه کې ۲۰ تنه او همداراز د «جودین» غرونو په لمنو کې ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې اسراییلي رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو تېره شپه د ایران د وسلو د هسته‌ایي پروګرام یو شمېر تأسیسات او د سون‌توکو ګدامونه بمبار کړي دي.

د دغو رسنیو په وینا، دا بریدونه «سرتاسري» وو او پکې د ایران د دفاع وزارت ستاد او د دغه هېواد د سپند هسته‌ایي پروګرام مرکزي مرکز په نښه شوي دي.