سیاست

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو ناسته د جون په ۱۶ پیلیږي


د اروپايي ټولنې لخوا د افغانستان په اړه د «لوړ پوړو چارواکو ناسته» به په پنځو ورځو کې ترسره شي. سرچینې امو ته وایي چې دا ناسته به د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د روانې میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه ترسره شي. د سرچینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي مسئلو، بشري بحران او اقتصادي وضعیت په اړه بحث وکړي.

سرچینې امو ته وایي چې دا ناسته به د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د روانې میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه ترسره شي. د سرچینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي مسئلو، بشري بحران او اقتصادي وضعیت په اړه بحث وکړي.

اروپايي ټولنې په تیرو دوو کلونو کې هم د افغانستان په اړه د “لوړ پوړو چارواکو ناسته” ترسره کړې ده، چې هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او د افغانستان استازو پکې برخه اخیستې ده.
تېر کال د دې ناستې په وروستي پړاو کې هیوادونو د افغانستان لپاره له ۸۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیرې مرستې اعلان کړې.

د لوړ پوړو چارواکو ناسته

د جون په ۱۶-۱۷ په بروکسل کې ترسره کېږي

 اروپايي ټولنه د دې ناستې کوربه توب کوي

په سیاسي مسئلو، اقتصادي وضعیت او په افغانستان کې به د بشري بحران په اړه بحث وشي

د لوړ پوړو چارواکو ناسته هم د تیرو دوو کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې لخوا تنظیم شوې ده. معمولا، د اروپایي هېوادونو استازو، د اروپايي ټولنې چارواکو، د نړیوالو سازمانونو استازو لکه یوناما، د ملګرو ملتونو د ښځو او د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو په دې ناستو کې ګډون کړی دی. په ۲۰۲۴ کال کې، د قطر ځانګړی استازی په دې ناسته کې شامل شو او د مدني ټولنې او د افغانانو استازو هم په دې ناسته کې ګډون وکړ.

د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې، په بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو ناسته کې د سیاسي وضعیت، د طالبانو لخوا د ښځو د کار کولو بندیز، بشري بحران او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه بحث وشو. د تیر کال د جون په ۱۱مه، ناستې یو ځل بیا د افغانستان بشري بحران، اقتصادي وضعیت او اړتیاوې وڅیړلې، او په پای کې هیوادونو د افغانستان لپاره له ۸۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیرې مرستې ځانګړې کړې.

د لوړ پوړو چارواکو ناسته

د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر او ۲۰۲۴ کال کې ترسره شوه

 د لسګونو هېوادونو چارواکو، د اروپايي ټولنې چارواکو، او د نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګدون کړی وو

تېرو دوو ناستو کې هم د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت وڅېړل شو

د ۲۰۲۴ کال د جون په ناسته کې د افغانستان لپاره د ۸۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیرې مرستې اعلان شوې

د سږ کال د لوړ پوړو چارواکو ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې له یوې خوا د ملګرو ملتونو د بودیجې د کمښت له امله د مرستو اړتیا زیاته شوې ده، او له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري بحران د شدت په اړه دوامداره راپورونه شتون لري، چې په نړۍ کې دوهم لوی بشري بحران دی.

په ورته مهال، په سیاسي اړخ کې، یوناما، چې معمولا د لوړ پوړو چارواکو په ناسو کې ګډون کوونکې وي، پر موزاییک پلان کار کوي، هغه پلان چې د طالبانو ډیپلوماتیک رسمیت پیژندنه او د بندیزونو لرې کول پکې شامل دي، او دا سیاسي پروسه په ټولیزه توګه له نیوکې سره مخ ده.

په تیرو څلورو کلونو کې، اروپايي ټولنه د طالبانو د پالیسیو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په اړه، سخت منتقده وه. د اروپايي ټولنې ډیری غړو هیوادونو په دوامداره توګه د طالبانو پرعادي کیدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره اړیکې باید د بشري حقونو په وضعیت کې پرمختګ سره مشروطې وي. اوس دا لیدل کیږي چې د اروپايي ټولنې راتلونکې اونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځ ناسته به په افغانستان څه اغیزه ولري.