افغانستان

اشرف غني: نن ورځ افغان کډوال د فشار وسیله ګرځیدلي دي

پخوانی ولسمشر اشرف غنی د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي، چې نن ورځ افغان کډوال د فشار وسیله ګرځېدلي دي.

د هغه په وینا، له یوې خوا وچکالي او له بلې خوا بېکاري د هېوادوالو ژوند سخت کړی دی.

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې د هېواد وګړي یو ژور او ګډ بحران لري.

هغه ویلي: «دویم ګام باید دا وي چې تاوتریخوالی په بحثونو کې او ملامتي اچول پر هویت، سیمه یا نورو بنسټونو، د دې پر ځای، چې د وضعیت روښانه‌والي او د ستونزې د حل لپاره اړین اجماع ته لاره هواره کړي، دا بحران لا ژوروي.»

هغه همدارنګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو پرېکړې «دردونکې» بللي دي.

ښاغلي غنی ویلي دي: «زموږ دننه درد لا ژور او پراخ دی. ټولې نړۍ افغانانو ته تنګه شوې ده.»

افغانستان کې د طالبانو واک ته ستنېدو سره هم‌مهاله، ښاغلی غني چې په هغه وخت کې د هېواد برحاله ولسمشر وو، متحده عربي اماراتو ته پناه یوړه.