افغانستان

کندهار کې د بې‌پیلوټه الوتکو له الوتنو سره د منډیګک ماڼۍ امنیتي تدابیر سخت شوي

د کندهار ښار

کندهار کې د هبت الله اخوندزاده له دفتره د یوې سرچینې په شمول، درې سرچینو آمو ته ویلي، چې کندهار کې د منډیګک ماڼۍ امنیتي تدابیر، چې د طالبانو د مشر د لیدنو ځای بلل کېږي، څو چنده زیات او شدید شوي دي.

سرچینې همداراز ټینګار کوي چې د دې تدابیرو لامل، د «بې‌پیلوټه الوتکو» الوتنې دي. د هغو جزییاتو پر بنسټ چې سرچینو له آمو سره شریک کړي، یو شمېر هغه استوګنیزو کورونو هم چې د منډیګک ماڼۍ شا او خوا دي، د تخلیې امر ور ته شوی دی.

دا ماڼۍ دا مهال د طالبانو د مشر د لیدنو ځای دی. د سرچینو په وینا، دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې منډیګک ماڼۍ، کابل کې تر ارګ هم ډېر واک لري.

د امنیتي تدابیرو له امله، حتا یو شمېر کندهاریانو ته د دې ماڼۍ د لیدو فرصت کم شوی دی.

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال دا ځای د هغوی د پخواني مشر ملا محمد عمر، د استوګنې او دفتر ځای و، او د جمهوري نظام پر مهال د کندهار د پېژندل شوي امنیه قومندان عبدالرازق اڅکزي د اوسېدو او لیدنو ځای و.

نوي امنیتي تدابیر د منډیګک ماڼۍ شاوخوا پر خلکو د تګ راتګ پر لارو هم اغېز کړی دی. سرچینې وایي، حتا شاوخوا استوګنیزو کورونو ته د تخلیې امر ورکړل شوی. د دې تدابیرو لامل، د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل ښودل شوې دي.

د منډیګک ماڼۍ لپاره د نویو امنیتي تدابیرو جزئیات:

د «ډنډ چوک – سرای جامع» سړک، چې د منډیګک له لارې تېرېږي، د خلکو پر مخ تړل شوې ده؛

تر راتلونکې یوې میاشتې پورې «شیرزي سنټر ته غځېدلې لاره» هم د تګ راتګ پرمخ بندېږي؛

د منډیګک شا او خوا یو شمېر استوګنیزو کورونو ته د تخلیې امر شوی.

سرچینې وايي، دا مهال د طالبانو د استخباراتو ګزمې هم په دې سیمه کې زیاتې شوې دي.

د منډیګک ماڼۍ لپاره د نویو امنیتي تدابیرو په اړه د سرچینو جزییات:

د مندیګک شاوخوا سیمو کې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو ګزمې زیاتې شوې دي؛

د دغو ګزمو موخه، د منډیګک او د ماڼۍ د مېلمنو د امنیت خوندیتوب دی؛

د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي لامل، د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل بلل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ځايي سرچینو تل ویلي چې په کندهار کې امنیتي تدابیر له نورو برخو سره توپیر لري.

کندهار اوس د طالبانو د واک مرکز بلل کېږي.