کډوالي

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې له ۵ زرو زیات افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي

د آمو موندنې چې طالبانو تر ادارې لاندې، د باختر خبري آژانس له وړاندې شوو شمېرنو څخه اخیستل شوې، ښيي چې په تېرې یوې اونۍ (د غبرګولي۲یمې نېټې تر ۹مې نېټې) کې ۵ زره او۵۶۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د دغو موندنو له مخې، ایران په دې موده کې د افغان کډوالو ۴زره او ۱۹۷ کورنۍ او پاکستان ۱زره او ۳۶۹ کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

دغه موندنې دا هم ښيي چې په تېره اونۍ کې ۸۳۴ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۲۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۷ کورنۍ د پکتیا د «انګوره اډې» له لارې هېواد ته ستنې شوي دي.

همدارنګه، ۲زره او ۸۶۳ کورنۍ د اسلام قلعه له پولو، ۱زره او ۲۷۸ کورنۍ د ابرېښم پل له لارې او ۵۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان د تېرې اونۍ (له ۲۶ غويي تر ۲ غبرګولي) کې هم ۴۶۹۰ افغانې کورنۍ له خپلو هېوادونو شړلي وې.

په دغه موده کې ایران ۳زره او ۱۳۰ کورنۍ او پاکستان ۱زره او ۵۶۰ کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له پاکستان څخه د کډوالو جبري ایستل د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې پیل شوي، او تر اوسه له دغه هېواده تر یو میلیون زیات افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي؛ هغه هېواد ته چې اوس له اقتصادي سقوط، پراخې بې‌وزلۍ او امنیتي ننګونو سره مخ دی.

سربېره پر دې، په راپور کې وړاندوینه شوې، چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې، شاوخوا ۶۰۰ زره نور کډوال به هم له پاکستان څخه شړل شي.

د یادې موسسې په وینا، یوازې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې له ایران څخه تر یو میلیون زیات افغان کډوال مجبوره شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.