د بدخشان ولایت له جرم ولسوالۍ څخه سرچینې آمو ته وایي، چې په دې ولایت کې د طالبانو ترمنځ داخلي شخړې له نږدې دوه اونیو راهیسې لا هم په شدت سره دوام لري.
د دغو سرچینو په وینا، سره له دې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت او د طالبانو جګړپوړی قومندان مولوي امانالدین، د منځګړیتوب هڅې کړې دي، خو لا هم دغه شخړې پای ته نه دي رسېدلي او د طالبانو په لیکو کې د بدخشان په کچه اختلافات پر ځای پاتې دي. سرچینې زیاتوي چې د دې شخړو اصلي علت د تریاکو پر سر اختلافونه، له دولتي څوکیو څخه د تاجیکتوکمه طالب قوماندانانو لېرې کول او د دوی د واک محدودول بلل شوي دي.
په دې وروستیو ورځو کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ وضعیت کړکېچن دی.
سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت تخریبولو پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو د مخنیوي وروسته، د بدخشان سیمهيیزو طالبانو او له نورو ولایتونو راغلو طالبانو ترمنځ شخړې او اختلافات ډېر شوي دي.
دغه شخړې لا هم دوام لري او پای ته نه دي رسېدلي. د سیمهيیزو سرچینو په وینا، اختلافونه هغه مهال زیات شول چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان ونه توانېدل یو تاجیکتوکمه طالب قوماندان، چې ورسره ښکېل شوی و، ونیسي.
د دې شخړو اصلي لاملونه د تریاکو پر سر شخړې، له دولتي بستونو د تاجیکتتوکمه طالب قوماندانانو لرې کول او د هغوی د واک محدودول بلل شوي دي. سرچینې همداراز تاییدوي چې سره له دې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت او مولوي امانالدین هڅه کړې چې وضعیت ارام کړي، خو شخړې لا هم پای ته نه دي رسېدلي او د طالبانو په لیکو کې ژور اختلافات روان دي.
یوه بل طالب سرچینې آمو ته ویلي چې شخړې تر هغه وروسته نورې هم شدیدې شوې، کله چې د طالبانو له خوا یو شمېر تاجیکتوکمه کارکوونکي، په ځانګړې توګه له بدخشانه، د دفاع وزارت له بستونو لرې کړل او دا اقدام په دې ولایت کې د خپلمنځي نارضایتۍ او قومي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.
د طالبانو سیمهییز قومندان وايي: «جرم ته ټولې لارې بندې دي. خلک له ستونزو سره مخ دي. دا مهال شخړې لفظي دي، خو شدت یې زیات شوی. دلیل یې دا دی چې برطرفه شوي کسان تاجیکان دي. همداراز، هغه کښتونه چې تخریب شوي، هم د تاجیکمیشتو سیمو اړوند دي.»
مخکې هم سرچینو آمو ته تایید کړې وه، چې د تاوتریخوالي د راکمولو او د اعتراضونو د مهارولو لپاره، د طالبانو د استخباراتو رییس بدخشان ته سفر کړی و. سرچینې وایي، له دې پېښو وروسته طالبانو یو شمېر معترضین نیولي او تر پوښتنو لاندې یې راوستي دي، او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې که اعتراضونه دوام پیدا کړي، له سخت چلند سره به مخ شي.