د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې برېس اکینجی د چین له ځانګړي استازي، یو شیاوګانګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې «د افغانستان (طالبانو) سره ښکېلتیا او همدارنګه د بشري وضعیت د ښه کولو هڅې» د هغو موضوعاتو څخه وې چې د غونډې په جریان کې پرې بحث وشو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې موضوع یا په غونډه کې د بحث شویو مسایلو په اړه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې چین په دې وروستیو کې په بیجینګ کې د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درې اړخیزه غونډه وکړه.
تر دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په غونډه کې ګډون کړی و خو د غونډې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستاني رسنیو د غونډې له پیل څخه مخکې راپور ورکړی و چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ وروسته سیمه ییزه سوله او امنیت به د درې اړخیزې غونډې یو له مرکزي ټکو څخه وي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د غویي په لسمه د چین او پاکستان سفیرانو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره درې اړخیزه غونډه وکړه. دا درې اړخیزه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان په دوامداره توګه د خپل هېواد د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچولې. د کارپوهانو په وینا اوس د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ وروسته اسلام آباد په افغانستان کې د هند د احتمالي نفوذ په اړه اندېښمن دی.
د کارپوهانو په وینا سربیره پردې چین د هند او روسیې سره د خپلو سیمه ییزو سیالیو او د سیمې څخه بهر سیالیو په پام کې نیولو سره د افغانستان په مسئله کې د اغېزمن رول په لټه کې دی.