د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د بیاکتنې لمړنۍ پایلې ممکن د چهارشنبې تر ورځې پورې خپرې شي.
د نوموړي په وینا که څه هم دا بیاکتنه به وخت ونیسي خو ټولو هغه عواملو ته چې هغه یې له افغانستان څخه «کړکېچن وتلو» سره تړلي ګڼي ځواب ویونکي دي.
هغه زیاته کړې: «د څېړنې ډلې د کار د پرمختګ په اړه یوه اعلامیه ممکن د چهارشنبې په ورځ خپره شي. موږ وړاندې کېږو، معلومات راټولوو، مرکې روانې دي، او ځینې جزیات د محرمیت له امله وخت ته اړتیا لري. موږ د دې کار لپاره سم خلک پیژندلي دي، د سټو شیلر په ګډون چې اوس په پنټاګون کې دی. هغه یوازینی کس و چې په افغانستان کې د پیښو په اړه د حقیقت ویلو له امله له دندې ګوښه شو.»
سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له راستنېدو سره د امریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بیاکتنې نوی بهیر پیل کړی. ټرمپ او د هغه د ادارې ځینو غړو په مکرر ډول د بایډن ادارې د کډوالۍ د مدیریت په اړه نیوکه کړې ده خو د ټرمپ ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه ده وړاندې کړې.
ټرمپ په عمده توګه په افغانستان کې د پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو په بېرته ترلاسه کولو تمرکز کړی خو طالبانو تر اوسه پورې دې غوښتنې ته منفي ځواب نه دی ورکړی. له بل لوري ټرمپ د بګرام هوايي اډې پر اهمیت هم ټینګار کړی او ادعا یې کړې چې دا اډه چین ته د نږدېوالي له امله ستراتیژیک اهمیت لري. په ځینو څرګندونو کې هغه حتی ویلي چې دا اډه اوس د چین په لاس کې ده.
د تازه نیوکې او څېړنو سره سره د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو لویه پالیسي لا هم روښانه نه ده. ورته مهال ځینې پخواني امنیتي چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو مسئلو ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.
د امریکا په ملي امنیت شورا کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کورټس د آمو تلویزیون په یوه بحث کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د هیواد د امنیتي راتلونکي او حتی ترهګریزو ګواښونو سره تړاو لري.
هغې وویل: «په هغه ډول چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره چلند کیږي په مستقیمه توګه له دې سره تړاو لري چې ایا دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شي. زه په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ژوند کې د ښځو د ګډون او په ټولنه کې د افراطیت د کچې ترمنځ مستقیمه اړیکه وینم. د ښځو امنیت زموږ د ملي امنیت یوه برخه ده.»
خو د دې سره سره امریکا لا تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه ده اعلان کړې.