افغانستان

کندز کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي

په کندوز کې ځايي سرچینې وايي چې د دوشنبې په سهار د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې سرچینو په وینا دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو ګړندی موټر له سړک څخه ووت.

په کندز کې د طالبانو ځايي چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.

ترافیکي پیښې هر کال په ټول هېواد کې د سلګونه خلکو ژوند اخلي. د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې پروایي د دې پېښو اصلي لاملونه بلل شوي دي.