افغانستان

د مغزونو د تېښتې ستونزه؛ دولتي پوهنتونونه د استادانو له کمښت سره مخ دي

کابل پوهنتون، د هېواد له مهمو او لویو پوهنتونونو څخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې زرګونه محصلین پکې د لیسانس او فوق لیسانس په برخو کې په زده کړو بوخت وو؛ خو د طالبانو ادارې له رامنځته کېدو وروسته دغه پوهنیز مرکز بل ډول رنګ غوره کړ.

د فوتو ګرافي څانګې د درېیم کال محصله زهرا ماندګار وايي چې د استادانو له کمښت سره مخ دي او اوسمهال په دې برخه (دیپارتمنت) کې یوازې یو رسمي استاد لري او نور د همکار په توګه له نورو برخو څخه دي.

مېرمن ماندګار زیاتوي: «له پينځو درسي ساعتونو یوازې یو تر دوه ساعته درس وایو او ځینې وختونه آن هېڅ درس نه وایو. موږ له دې امله چې د فوټوګرافۍ څانګې محصلین یوو؛ خو په پوهنتون کې عملي کار نه شو کولای او یوازې باید یوازې د متن له مخې درس ووایو چې ددې کار لپاره استاد نشته.»

هغې دې ته په اشارې سره چې د هر محصل لپاره پوهنیز چاپېریال توپیر لري او د هر زده کړیال لپاره د خوندیتوب او امنیت احساس مهم دی زیاته کړه: «دا هغه څه دي چې موږ یې نه لرو او د مبارزې په توګه پرمخ ځو. باید تور ټیکري او جامې واغوندو، که داسې ونه کړو پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه لرو.»

د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل عنایت الله وايي چې په لومړیو کې د استادانو له کمښت سره مخ وو او اوس دا ستونزه لږ کمه شوې ده.

نوموړي د زده کړیالانو اقتصادي ستونزې او د زده کړو لپاره د روحیې نه لرل په پوهنتونونو کې د محصلینو د کمښت لامل بولي. 

له بلې خوا، د کابل پوهنتون یو استاد چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د آمو ټلوېزیون خبریال ته وايي چې موږ د استادانو له کمښت سره مخ یوو. زموږ په دیپارتمنټ کې څلور استادانو وو چې اوسمهال یوازې یو تن موجود دی او نور بهر ته تللي دي.

هغه په دوام کې وویل: «زموږ معاش کابو ۵۰ سلنه کم شوی دی. په مخکیني حکومت کې په هره پوهنځۍ کې د استادانو شمېر کابو اته تنه و چې اوس دغه استادان له هېواده تللي دي. همداراز په ټولو پوهنتون کې کابو له ۶۰ تر ۷۰ استادانو حضور درلود چې اوسمهال یوازې ۱۵ استادان پاتې دي او ښځینه استادانې د نارینه وو په ټولګیو کې د ګډون اجازه نه لري.»

د کابل پوهنتون له پخوانیو استادانو استاد مسعود ټولې خبرې له سیاسي تعاملاتو سره تړلې ګڼي؛ هغه موضوع چې د ده په باور پر استادانو اغېزه کوي.

ښاغلی مسعود د دغو استادانو د تېښتې لامل اندېښنه، ناهیلي، وېره، له راتلونکي نه ډاډمنتیا او د خپل ژوند وېره ګڼلې او زیاتوي: «که د استادانو لپاره ارامه رواني فضا، د مادي شرایطو تامین او ځاني خوندیتوب وي هغوی به بېرته هېواد ته راستانه شي؛ خو که په فکري او رواني اندېښنو کې وي کم شمېر استادان (چې په هېواد کې پاتې دي) هم د هېواد پرېښودو ته اړ شي او پوهنتونونه هغو علماوو ته پاتې کېږي چې خپله یې پوهنتون نه دی لیدلی او دا یو ناورین دی.»

په دې لړ کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي د دغو خبرو په ردولو ویلي، چې د استادانو نشتون او تشه حل شوې او له هغو استادانو سره چې له هېواده تللي دي خبرې شوې دي او ډېری یې بېرته خپلو کارونو ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د نورو برخو ترڅنګ د پوهنې او روزنې برخه هم له ګڼو ننګونو سره مخ شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې له کابل، هرات او بلخ ولایتونو څخه ۲۲۹ د پوهنتون استادان هېواد پرېښی دی.