د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د «تهران خبرو اترو فورم» په ناسته کې وویل چې د طالبانو ادارې «متوازنه» بهرنۍ پالیسي څارلې او دا پالیسي د سیمې او له سیمې ورهاخوا د ګټې لپاره ده.
هغه په خپله وینا کې ادعا وکړه چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې متوازنه بهرنۍ پالیسي نه ده لرلې چې دا په هېواد کې په بهرنیو اړیکو کې د کړکېچونو او ستونزو د زیاتوالي لامل شوې.
متقي وویل: «کله چې موږ متوازنه پالیسي غوره کړه دا چاره له ګاونډیو نیولې څخه تر سیمې هاخوا هیوادونو پورې د ټولو په ګټه پای ته رسېدلې دا طبیعي ده چې دوی هم هڅول کیږي چې له موږ سره ښې اړیکې ولري. خو زه باید ووایم چې افغانستان په ځانګړې توګه په تېرو څلورو یا څلور نیمو لسیزو کې د یوه ځواک د خوښۍ له امله د نورو هېوادونو سره دښمني درلوده او متوازنه پالیسي یې نه درلوده. هغه هېوادونو چې دا ډول پالیسۍ یې تعقیبولې هم ګټه یې ونه کړه.»
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د تېرو څلورو کلونو تجربه ښیي چې دوی توانیدلي یو متوازنه پالیسي «په ښه ډول» وڅاري او سیمه ییز او له سیمې بهر هیوادونه ورځ په ورځ د طالبانو حکومت ته نږدې شوي دي.
متقي ټینګار کړی چې طالبان غواړي دا پالیسي پراخه کړي، خو د هغه په وینا، په دې لاره کې «لومړیتوبونه» شتون لري، چې پکې اقتصادي سکتورونو سره همکاري او د ګډو ګټو مسئلې شاملې دي.
نوموړي ویلي: «موږ غواړو چې افغانستان د يو هېواد سره د دوستۍ په پايله کې د بل هېواد پر وړاندې ونه درول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې لومړی د بشري حقونو درناوی وکړي، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونو ته، ترڅو له نړۍ سره اړیکه ونیسي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو په زده کړو، کار او ټولنیزو آزادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
سره له دې چې د طالبانو له خوا د ډيپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو هڅې روانې دي، خو تر اوسه هېڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.