د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې درې میلیونه خلک سږ کال د اوړي په موسم کې ژوند ژغورونکي خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په اېکس کې لیکلي چې د تمویل د نشتوالي له امله یوازې د یو میلیون خلکو سره د «ویجاړونکي لوږې» څخه خلاصون کې مرسته کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو په ګڼ شمېر راپورونو کې د هېواد بشري وضعیت نازک بللی چې په ملیونونو خلک د «خوراکي توکو د سخت کمښت» په شرایطو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري خو مرستندویه ادارې هم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.
په داسې حال کې چې اوچا تر دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا له خوا د نړیوالو مرستو بندولو سره، سږ کال افغانستان ته د بشري مرستو لپاره اړینه بودیجه په تېرو شلو کلونو کې بې ساري کچې ته راټیټه شوې ده.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلیچر تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د مرستو کمښت به په دغه هېواد کې د زرګونو خلکو ژوند ګواښي.