امریکا، د سراج الدین حقاني، عزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر ټاکل شوی انعام لرې کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د آمو پوښتنې ته یې هم یوازې دومره ځواب ویلی چې ژر به په دې اړه وضاحت ورکړي.
د دې درېیو مهمو غړو نومونه د «د عدالت لپاره انعام» په رسمي ویبپاڼه کې له پرون راهیسې نه ښکاري، خو د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا اف.بي.آي د تعقیب وړ اشخاصو په نوملړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوملړ، او په ځانګړي ترهګریز نوملړ کې، د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې نوم، تر دې دمه لیدل کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې، د امریکا د حضور او د جمهوري دولت د واکمنۍ پر مهال، سراجالدین حقاني د حقاني شبکې تر ټولو مهم کس بلل کېده. د امریکا «د عدالت لپاره انعام» پروګرام پر هغه لس میلیونه ډالره جایزه ایښي وه. همداراز، د حقاني شبکې پر دوو نورو مهمو غړو، یحیی حقاني او عزیز حقاني، هم پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه. دې پروګرام همداراز لیکلي و چې حقاني له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.
د اف.بي.آی د هغه وخت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي دي: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت “د عدالت لپاره انعام” پروګرام تر ۱۰ میلیونه ډالره پورې جایزه ورکوي، که داسې معلومات ورکړل شي چې د سراجالدین حقاني نیولو ته مستقیم لاره هواره کړي. ویل کېږي چې حقاني په پاکستان، په ځانګړي توګه د شمالي وزیرستان په میرامشاه سیمه کې اوسي. هغه د حقاني شبکې لوړپوړی مشر بلل کېږي او له طالبانو او القاعدې سره نږدې اړیکې لري. حقاني د “ځانګړي نوملړ” نړیوال ترهګر ګڼل کېږي.»
سراجالدین حقاني ته نږدې کسان له پرون ماښام راهیسې دا خبر په پرلهپسې توګه خپروي چې د جایزو لرې کول تایید شوي، که څه هم امریکا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او چوپتیا یې غوړه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د آمو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې ژر به د دې خبر په اړه رسمي دریځ څرګند کړي. خو انس حقاني، چې د سراجالدین حقاني ورور دی، له الجزیرې سره په مرکه کې دا پرېکړه د دوحې تړون یوه برخه او د طالبانو لپاره یوه سیاسي لاسته راوړنه بللې ده.
انس حقاني، د طالبانو لوړپوړی غړی، وایي: «اوس دا ګام یو مهم، اغېزمن او ستر بریا ګڼل کېږي. دا پرېکړه به هغه لارې پرانیزي، چې د افغانستان نوي واکمنان (طالبانو) او امریکا ترمنځ د جګړې له امله تړل شوې وې. دا معنا لري چې امریکا او د افغانستان نوی حکومت (طالبان) د اوسني وضعیت درک ته رسېدلي دي.»
د دې جایزو لرې کول، کابل ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د یوې امریکايي پلاوي تر ناببره سفر وروسته تر سره کېږي. دې پلاوي کابل ته سفر وکړ او د دوی تر سفر وروسته، یو امریکایي بندي جورج ګلزمن، د طالبانو له زندانه آزاد شو. زلمی خلیلزاد، چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون یې لاسلیک کړی و، تل وړاندیز کړی چې د افغانستان د ناورین د حل لپاره باید ټول اړخونه بېرته د دوحې هوکړې ته ستانه شي.
غلام فاروق علیم، پخوانی لوی څارنوال، وایي: «د ایمنالظواهري وژل، د هغو امریکايي وګړو خلاصون چې په بند کې وو، او د استخباراتي همکارۍ موارد، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ جریان لري، دا ټول ښيي چې امریکا ښايي په لنډمهاله توګه طالبانو ته ځینې امتیازات ورکړي.»
اوس، د جورج ګلزمن خوشې کېدل، د جایزو لرې کول، او د خلیلزاد بېرته راڅرګندېدل، ایا دا ټول د دوحې هوکړې ته د بېرته ستنېدو نښې دي او کنه؟