ویډیوګانې

د ۱۴۰۳ د کب ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

۱۴۰۳ کال لا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره له ننګونو ډک کال و.
طالبانو په دې کال کې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره ته راکم کړل او د ښځو روغتیايي موسسې یې وتړلې. د طالبانو نوی امر بالمعروف قانون هم په همدې کال کې تصویب شو، هغه قانون چې ښځې یې تر پخوا زیاتې تر فشار لاندې راوستې. یو شمېر ښځې وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله د دوی اقتصادي ننګونې زیاتې شوي او ژوند یې ستونزمن شوی دی.