افغانستان ښځې

سپینه ماڼۍ: په افغانستان کې ښځې د طالبانو تر سخت فشار لاندې ژوند تیروي

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیاله وایي چې د جو بایډن د ولسمشری پر مهال د امریکایي ځواکونو د ناسم وتلو له امله په افغانستان کې ښځې، د طالبانو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي او د دوی د منځنیو پېړیو له سیاستونو څخه کړېږي.

آنا کلي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د انجونو پر زده‌کړو بندیز، هغوی له سختو شرایطو سره مخ کړي دي. دې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا په مرستو کې د ۹۰ ورځو ځنډ، په افغانستان کې د انجونو لپاره د آنلاین زده‌کړو پروګرامونه د بندېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو د سیاستونو له امله، په افغانستان کې ښځې او انجونې له زده‌کړو او تعلیم څخه بې‌برخې شوې دي او له سختو شرایطو سره مخ دي. آنا کلي دا څرګندونې د واشنګټن پوسټ د خبریال د هغه پوښتنې په ځواب کې کړې دي چې د امریکا د مرستو بندېدو له امله د ښځو پر آنلاین زده‌کړو د اغېز په اړه یې پوښتلي ول. نوموړې زیاته کړې چې له افغانستانه د جو بایډن په ناسمه توګه وتل، طالبانو ته دا زمینه برابره کړه چې پر خلکو د منځني پېړیو سیاستونه تحمیل کړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیاله، آنا کلي، وایي: «له افغانستانه د جو بایډن د ناسم وتلو له امله، طالبانو ته دا زمینه برابره شوه چې د افغانستان واک په زور ونیسي او پر خلکو د منځني پېړیو سیاستونه تحمیل کړي.»

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو د انجونو پر مخ تعلیمي او تحصیلي مرکزونه وتړل. له همدې امله، ډېرو انجونو او ښځو د آنلاین پروګرامونو او بهرنیو تحصیلي بورسونو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ، خو د امریکا د ۹۰ ورځنیو مالي مرستو له بندېدو سره، دغه پروګرامونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې، یو شمېر هغه زده‌کوونکي چې له تعلیم څخه محرومې شوې، وایي چې د آنلاین زده‌کړو فرصتونه د دوی لپاره د زده‌کړې وروستۍ هیلې دي، او که دا هم وتړل شي، دوی به له سختو روحي فشارونو سره مخ شي.

مهناز، محصله، وایي: «ځینې آنلاین صنفونه وو چې موږ به پکې ګډون کاوه، او اوس هم یو شمېر یې دوام لري. دا زموږ د زده‌کړې وروستۍ د هیلې دروازې دي. هیله لرو چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې ملاتړ او د آنلاین صنفونو دوام، لږ تر لږه د سیاسي مسایلو له اغېزو خوندي پاتې شي. موږ له متحده ایالاتو او نورو هېوادونو څخه غواړو چې د تحصیلي بورسونو په ورکړې سره او د آنلاین زده‌کړو د برابرولو په برخه کې، د افغانستان له ښځو او انجونو سره مرسته وکړي.»

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې، د اسلامي همکاریو سازمان د انجونو د زده‌کړې په اړه په یوه نهه‌مخیزه پرېکړه‌لیک کې د انجونو پر زده‌کړو بندیز د ښځو پر وړاندې تبعیض او د اسلامي ارزښتونو تحریف وباله. د اسلامي نړۍ د عالمانو او د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د انجونو د زده‌کړې محدودول؛ د دیني اصولو ناسم تعبیر دی چې د تبعیض پر بنسټ سیاستونه توجیه کو، خو د هېواد یو شمېر وګړي وایي چې طالبان لا هم دغه موارد له پامه غورځولي دي.