د فبرورۍ دیارلسمه یا د سلواغې ۲۵مه، د راډيو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان په داسې حال کې له دې ورځې نمانځنه کوي، چې واک ته د طالبانو تر بیا راتګ وروسته، د راډیوګانو په ګډون، ډېرۍ رسنۍ له سختو فشارونو او جدي سانسور سره مخ دي. ملګرو ملتونو د په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د فبرورۍ دیارلسمه نېټه د «راډیو نړیواله ورځ»، ونوموله.
نن د فبرورۍ دیارلسمه، د «راډیو نړیواله ورځ» ده. د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او روزنیزې ادارې یا یونسکو دا ورځ د راډیو د ارزښت د نمانځنې لپاره یو فرصت ګڼلی او د ارتباطاتو، د معلوماتو د لېږد او د ټولنو د پیاوړتیا یوه ارزانه او د لاسرسي وړ رسنیزه وسیله بللې ده.
یونسکو د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې راډيو د ټولنیز پيوستون یوه مهمه وسیله ده.
د یونسکو د پیغام په یوه برخه کې راغلي: «راډیو ټولنې سره یوځای کوي او د ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره متنوع غږونه پیاوړي کوي.»
خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال رارسېدلې ده، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو سره هم مهاله، د یوې لسیزې په پرتله په افغانستان کې د راډيویي اسټېشنونو شمېر په بې ساري کچه راټيټه شوه او د لسګونه راډيوګانو فعالیتونه د اقتصادي ننګونو او د دوی پر نشراتو او کارکوونکو د بېلابېلو محدودیتونو له امله بند شول.
په وروستي پېښه کې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا وکړه، چې په هېواد کې ۲۸۰ راډيويي اسټېشنونه فعال دي، خو یوه اوونۍ وړاندې د خبریالانو یو شمېر بنسټونو راپور ورکړ، چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د بېګم راډیو دفتر ته ننوتلي ول او د دغه راډيو د کارکوونکو تر نیولو وروسته یې فعالیت هم ودراوه.
خبریاله سهیلا یوسفي په دې اړه وایي: «نړۍ داسې مهال د راډيو له نړیوالې ورځې نمانځنه کوي، چې په افغانستان کې غږیزې رسنۍ له شدیدو محدودیتونو سره مخ دي او یو پر بل پسې تړل کېږي. له دې ډلې په وروستیو ورځو کې د بېګم راډیو د کارکوونکو نیول کېدل او د راډیو د فعالیتونو بندول، پر هغو رسنیو د فشار زیاتوالی دی چې د ښځو مسایلو ته کتنه کوي او د افغانستان اوسني واکمنان حتی د دوی تر نظر لاندې رسنیو فعالیتونه هم نشي زغملای، ځکه د ښځو پر وړاندې هر ډول مستقیم غږ پورته کول د دوی لپاره ګواښ ګڼل کېږي«.
د رسنیزو کارپوهانو په باور، طالبانو د رسنیو په ګواښلو او سانسور سره، د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه او استبدادي چلند زیات کړی او راډیوګانې له دغو محدودیتونو ډیرې زیانمنې شوې دي.
افغان خبریال مجیب خلوتگر وایي:» طالبانو خپلواکې رسنۍ د صفر کچې ته راټيټې کړې دي او د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې هېڅ رسنۍ له سانسور پرته کار نه کوي. هغه څه چې د طالبانو خوښېږي د رسنیو له لارې نشرېږي. راډيوګانې په خواشینی سره تر ټولو ډیرې زیانمنې شوې دي، هم له دې کبله چې اطلاعاتو ته لاسرسی په عمومي توګه کمه شوې او دې کار راډيوګانو ته ډېر زیان ورساوه او له بلې خوا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د محدودیتونو له امله، چې ښځې باید په راډيوګانو کې کار ونکړي او د دې قانون له مخې، په راډيوګانو کې د ښځو د غږونو اورېدل حرام دی.»
له ډې ټولو سره، په افغانستان کې لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۰۷ لمریز کال کې راډيويي نشرات پيل شول. هغه مهال د کابل راډيو یوازینۍ فعاله راډيويي اسټېشن و.