د پاکستان پولیسو د اسلامآباد او راولپینډۍ له ښارونو څخه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره کور په کور تلاشي او عملیات سخت کړي دي.
یو شمېر افغان کډوال آمو ته وايي، له هغه وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر د افغان کډوالو د ایستلو امر ورکړ، د نیونو، ځورونو او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د کډوالو په وینا، د پاکستان پولیسو نن د اسلامآباد او راولپینډۍ له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه کورنۍ نیولي او حاجي کمپ ته یې انتقال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل کېږي. آمو ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا سخت کړی دی.
د اسلامآباد او راولپینډۍ له فیصل ټاون، B-17، I-10، بهاره کهو، G-13 او نورو سیمو څخه لسګونه افغان کورنۍ نیول شوي او حاجي کمپ ته انتقال شوي دي.
یو افغان کډوال وايي: «نن بیا پولیسو د فیصل ټاون څخه د افغان کورنیو نیول پيل کړي دي.»
د پاکستان د پولیسو د چلند په تړاو یو شمېر افغانان نیوکه کوي او وضعیت ډېر سخت بولي.
یو کډوال وايي: «زه د نیول کېدو له وېرې له خپل کوره وتلی یم. نن پولیسو ډېر عملیات ترسره کړل او ټولې سیمې یې تخلیه کړې.»
پاکستان د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر سخت کړی دی.
تر نیولو او ایستلو سربېره، د ویزو د تمدید لپاره ځانګړي محدودیتونه هم لګول شوي، چې د یوې کلنۍ یا شپږ میاشتې ویزې تمدید یوازې د یوې میاشتې لپاره، هغه هم د ډېرې لوړې بیې په بدل کې، ممکن دی.
د بشري حقونو فعالان د پاکستان دا چلند «ظالمانه او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف» بولي.
د بشري حقونو فعال، رزاق عدیل، وايي: «د افغان کډوالو جبري ایستل نه یوازې د دیپلوماتیکو اصولو، بلکې د ګاونډیتوب د اصولو خلاف دي. دا اقدام زرګونه کسانو ته د جدي امنیتي ګواښ لامل کېدای شي.»
دا اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې چې د پاکستان لومړي وزیر په تازه فرمان کې امر کړی چې ټول افغان کډوال، که د ACC یا POR کارتونه لري یا د درېیم هېواد ته د انتقال په هڅه کې دي، باید د مارچ تر ۳۱مې د اسلامآباد او راولپینډۍ ښارونه پرېږدي.