افغانستان

پاکستان او چین په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د «بې زغمه» مبارزې ټینګار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د چین او پاکستان مشرانو په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد «بې زغمه» دریځ خپل کړي. همداراز، دواړو هېوادونو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.

شفقت علي خان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وايي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، یوه جدي او عیني ننګونه ده، چې د اسلام‌آباد او طالبانو اړیکې پیچلي کوي.

شفقت علي خان وايي: «دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د افغانستان په اړه به نږدې اړیکې وساتي، همغږي به پراخوي، او د دغه هېواد د پرمختګ او نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره به مثبت رول لوبوي. همداراز، دواړو ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد به له هر ډول بڼې سره «بې زغمه» مبارزه کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور یوه جدي ستونزه ده، چې د اسلام‌آباد او طالبانو اړیکې یې ترینګلې کړي دي. د دې وزارت په وینا، طالبان باید دې مسلې ته د حل یوه عملي لار ومومي.

په ورته وخت کې، د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، علي امین ګنداپور، د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر، هڅه کوي چې افغانستان ته یو پلاوی واستوي، څو له طالبانو سره خبرې وکړي او د دې ایالت پر ضد د بریدونو مخه ونیسي. ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا حکومت د طالبانو له چارواکو سره د سولې جرګې د جوړېدو د وړاندیز په اړه خبرې کړي دي.

پاکستان د تحریک طالبان پاکستان او چین د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو له مخې، افغانستان د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې پټنځای ګرځېدلی، او یو شمېر نورې سختدریځې ډلې هم په دې هېواد کې فعالیت کوي.

محمد رادمنش، نظامي کارپوه، وايي: «د افغانستان جغرافیه د بنسټ‌پالنې او سیمه‌ییزو او نړیوالو ګواښونو د خپرېدو مرکز ګرځېدلې، چې طالبانو هم ورته غاړه ایښې ده. اوس لازمه ده چې نړیوال قدرتونه د دې پدیدې د کنټرول لپاره عیني واقعیتونه په پام کې ونیسي او جدي اقدامات وکړي.»

طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او له دې خاورې نورو ته د ګواښونو شتون ردوي. خو د سیمې او نړۍ هېوادونه بیا بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او نړیوالو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه ښيي، په ځانګړې توګه د داعش خراسان د احتمالي بریدونو په تړاو