د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکولاسون، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل او په افغانستان کې یې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ناستې په جریان کې، دواړو خواوو د افغانستان د وضعیت او د موجوده ننګونو او ګواښونو سره د مقابلې لپاره د همکارۍ د لارو چارو په اړه نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه، په دې غونډه کې د تاجکستان جمهوریت او اروپايي ټولنې ترمنځ په مختلفو برخو کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.
تاجکستان د سیمې یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې لا یې له طالبانو سره نږدې اړیکې نه دي ټینګې کړې او په وار وار یې د افغانستان په شمال کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.