د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور تيم بورچت، یو ځل بیا له ولسمشر ډونلد ټرمپ څخه وغوښتل چې «طالبانو ته» د اونۍ ۴۰ میلیونه ډالرو د استولو لړۍ بنده کړي.
نوموړي پر اېکس په سومالیا کې پر داعش جګړه مارو د «کره پوځي بریدونو» په اړه د ټرمپ امر ته په غبرګون کې په افغانستان کې «ترهګرو» د شتون ته پام دغه غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي:
«نن سهار مې د داعش د یوه لوړپوړي طراح، او نورو ترهګرو چې نوموړی یې په سومالیا کې جذب او مشري کوي، د لهمنځه وړلو امر ورکړ. دا قاتلان چې په غارونو کې پټ شوي، زموږ او زموږ د متحدینو لپاره ګواښ دي.»
خو سناتور بورچټ د ټرمپ دا پیغام له سره خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «اوس راځئ، د طالبانو لپاره د اونۍ ۴۰ میلیونه ډالرو استول ودروو.»
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر دې وړاندې هم، د امریکا سنا ته یو قانوني مسوده وړاندې کړې وه چې «ترهګرو» ته د مالیه ورکوونکو د پیسو د ورکولو مخه نیسي.
دغه لايحه د امریکا د استازو جرګې تصویب کړې وه، خو د سنا مجلس د هغه مهال مشر چاک شومر يې د رایورکولو مخه ونیوله. اوس بورچټ له سنا څخه غواړي چې دا قانون تصویب کړي او ولسمشر ټرمپ ته یې د توشیح لپاره واستوي.
دا قانون، چې «د ترهګرو لخوا د مالیه ورکوونکو د پیسو نه کارول» قانون نومېږي، امریکا له دې منع کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته هر ډول پیسې او مرستې واستوي.
له بله پلوه، ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته داخل شو د یوه اجرائیوي فرمان له لارې يې د افغانستان په ګډون د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.
خو د دې فرمانونو له صادرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې « ژوند ژغورونکې بشرپاله مرستې» به له دې بندیز څخه مستثنا وي او د ځنډیدو مخه به یې ونیسي.