د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي چې ۹۱ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو لخوا د «قانوني استوګنې اسنادو د نشتوالي» له امله نېول شوي او په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو په وینا، دغو اتباعو د پاکستان په زندانونو کې له ۲ څخه تر ۲۷ ورځو پورې وخت تېر کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا د خپرو شویو راپورونو څخه د آمو لخوا راټولو شويو احصایو پر بنسټ، د دې میاشتې له پیل راهیسې، د دې اشخاصو په ګډون ۱۷۹ افغان اتباع د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دې دواړو هېوادونو کې د پولیسو د «ناسم او بد چلند» څخه شکایت کوي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له یو کال څخه زیات وخت راهیسې د هېواد د کډوالو د جبري ایستلو او بندي کولو پروسه دوام ورکوي او ایران هم سږ کال دا پروسه ګړندۍ کړې ده.
که څه هم د دغو دواړو هېوادونو چارواکو د کډوالو لخوا د قانوني استوګنې اسنادو نشتوالی د دې شړلو او نېولو یوازینى دلیل بللی دی؛ خو د دې هېواد کډوال د دې دواړو هېوادونو د پولیسو لخوا د «شکنجې، ناوړه چلند، تاوتریخوالي او سپکاوي» خبره هم کوي.