افغانستان

سیگار: د افغانستان د تریاکو سوداګري لا هم «پیاوړې» ده

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیگار) په خپل شپږ شپېتم درې‌مياشتني راپور کې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کارپوه ډېوېډ منسفیلد له قوله ویلي چې د افغانستان د تریاکو سوداګري لا هم «پياوړې» ده.

سیگار وايي، اقتصادي ستونزې، د تریاکو موجودې زېرمې، د نشه‌ يي توکو د پلور او قاچاق دوام، په ځانګړو سیمو کې د کروندګرو مقاومت، د طالبانو له خوا د بدیل معیشت نه‌برابرول، او د دې بندیز د دوام په اړه اندېښنې، هغه لاملونه دي چې د طالبانو د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق د منع کولو پر هڅو يې اغېزې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د تریاکو د بیو کموالی د نشه‌يي توکو د بازار د «زياتېدونکې بې‌باورۍ» ښکارندویي کوي، خو د افغانستان د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ د دوام له امله، دا وضعیت د بدلون په حال کې دی.

سیگار زیاتوي، سره له دې چې طالبانو د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز لګولی؛ خو د متامفتامین (شیشې) پلور لا هم په ښکاره توګه جریان لري.

د سیگار د راپور پر بنسټ، د افغانستان د نشه‌ يي توکو د تولید کچه لا هم ناڅرګنده ده.

په دې راپور کې د امریکا د «صبح» انسټیټیوټ د یوه تحلیل په حواله زياته شوې، چې د طالبانو له لوري د تریاکو بندیز، او د افغان کروندګرو له لوري د کم‌ارزښته غنمو کرل، ښايي د خلکو نارضایتي زیاته کړي.

سیگار خبرداری ورکوي، که چېرې دا بندیز کمزورى شي، نو د کوکنارو کر بیا پیلېدل او د طالبانو واکمني کمزورې کېدل حتمي دي.