د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) د امریکا کانګرېس ته په خپل ۶۶م راپور کې ویلي چې “ترهګریزې” ډلې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او داعش-خراسان لاهم د دغه هېواد او سیمه يیز ثبات لپاره «د پام وړ ګواښ» دی.
سیګار وايي چې داعش-خراسان په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان، ایران، روسیه، پاکستان او ترکیه کې د ۶۰ بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستى دى، چې د تېر کال په پرتله د دې ډلې په بریدونو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د «ترهګرو لپاره پر خوندي پټنځای» د بدلېدو په اړه اندېښنې لاهم پاتې دي، او که طالبان د اسلام په اړه د «ترهګر» ډلو د نظرونو او پوهاوي پر ضد حرکت وکړي، نو ددې ډلې، په ګډون به داعش-خراسان هڅه وکړي چې د القاعده شبکې او د تحريك طالبان پاکستان په څېر د نورو ډلو سره د افغان طالبانو پر وړاندې د ټي ټي پي سره یوځای شي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم د راپور په حواله ویل شوي چې داعش خراسان په سیمه او اروپايي هېوادونو کې خپل مالي او لوژستیکي وړتیاوې ښې کړې دي او د اروپا لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.
په دې راپور کې، سیګار، په کابل کې د داعش برید ته په اشارې سره چې په کې د طالبانو د کډوالو پخوانی وزیر او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمن حقاني ووژل شو، وویل چې د دې برید وروسته، القاعدې دا برید وغانده او له همدې امله د حقاني شبکې او طالبانو اړیکې د القاعدې شبکې سره نږدې ساتلي دي.
د دې راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د داعش خراسان په بریدونو کې د خلیل الرحمن حقاني په ګډون ۸ لوړپوړي طالب چارواکي وژل شوي دي.
له بلې خوا، راپور وايي: «طالبان د القاعدې سره اتحاد ته دوام ورکوي او د هغې غړو ته خوندي پټنځایونه ورکوي.»
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش وايي چې القاعده په ستراتیژیک ډول صبرناکه ده او په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو سره همکارۍ او له طالبانو سره خپلو دوامداره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم د هغه راپور حواله هم ورکړل شوې چې وايي د القاعدې شبکې ۱۲ لوړ پوړي مشران اوس په افغانستان کې شتون لري او د دې ډلې فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي، او دا مهال د دې ډلې له ۶زرو څخه تر ۶زرو ۵۰۰ پورې جنګیالي شتون لري، چې په عمده توګه د افغانستان په ختیځ کې دي.