افغانستان

جمهوري غوښتونکى سناتور: امریکا افغانستان ته ۳.۳ ميلیارد ډالر لېږلي دي

د کینټاکي څخه د جمهوري غوښتونکي سناتور، رنډ پاول، وايي چې متحده ایالاتو د خپلو ځواکونو له وتلو راهیسې افغانستان ته ۳.۳ ملیارد ډالر لېږلي دي، چې ځینې یې طالبانو جيبونو ته تللي دي.

هغه پر اېکس ویلي چې په دې موده کې د متحده ایالاتو د سنا د غړي په توګه يې هڅه کړې چې دا مرسته ودروي؛ خو د استازو جرګې د ډيموکرات غړو له مخالفت سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته د يو لړ اجرایوي فرمانونو په لاسلیکولو سره له افغانستان سره د امریکا اعظمي مرستې وځنډولې چې دغه عمل له غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

له دې مخکې، ښاغلي ټرمپ، د کیپیټال ون په تالار کې د خپلې لوړې مراسمو څخه یوه ورځ مخکې، وویل چې ملیاردونه ډالر چې باید د امریکایي پوځ د بیا رغاونې لپاره لګول شوي وای، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته لېږل شوي او دوی نور دا کار نه کوي.

هغه زیاته کړې وه، چې که طالبان د امریکا پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، بیا به د دې پیسو یوه برخه طالبانو ته ورکړي.

د امریکا له خوا افغانستان ته د مرستو بندولو په هېواد کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه هم اندېښنې راپورته کړې دي.

له بلې خوا، د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال مخکې آمو ته ویلي وو چې د دې مرستې په بندېدو سره، په هېواد کې د ۵۰ بهرنیو ادارو فعالیتونه درول شوي دي.

په همدې حال کې، تازه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره «ژوند ژغورونکي بشري» مرستې له ځنډ څخه مستثنی کړې.

د یادونې وړ ده چې په عین وخت کې چې امریکا له دې هېواد سره مرستې بندې کړې، د هېواد په بازارونو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو ارزښت هم په بې ساري ډول کم شوی، چې د افغان وګړو ترمنځ یې هم اندېښنې راپورته کړې دي.