افغانستان

طالبانو په فاریاب کې د تېلو یو شمېر پمپونه وتړل

په فاریاب کې سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د تېلو یو شمېر پمپونه تړلي دي.

د فاریاب لپاره د طالبانو ځايي چارواکي دا خبر تاییدوي او وايي چې یاد پمپونه د دوی د «احتکار مخنیوي او د نرخونو کنټرول کمېسیون» له خوا، د ټاکل شوو نرخونو د نه مراعاتولو له امله مهرو لاک شوي دي.

طالبانو د دې پمپونو څښتنان د لوړ قيمت پلورلو باندې تورن کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو یاد کمېسیون په فاریاب کې ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی، که چېرې له ټاکل شوي نرخ څخه سرغړونه وکړي او لوړ قيمت پلورلو ته دوام ورکړي، نو له«جدي اقداماتو» سره به مخ شي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د احتکار مخنیوي او د نرخونو کنټرول کمېسیون د روان هجري لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۶مه نېټه، د سون توکو، اوړو، وریجو، غوړیو، غوښو، وچه ډوډۍ او د حیواناتو د علوفې لپاره ځانګړي نرخونه په ټاکلې مودې باندې تعین کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد وګړي د خوراکي توکو او سون توکو د لوړو بیو له امله شکایت کوي او وايي چې د فقر او اقتصادي ستونزو له کبله د خپلو کورنیو د بنسټيزو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.

بلخوا، یو شمېر سوداګر وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بهرنیو سوداګریزو راکړو ورکړو د محدودیتونو او د ګمرکي تعرفو د لوړې بیې له امله، دوی کله نا کله اړ کېږي چې وارداتي توکي په لوړه بیه وپلوري.