افغانستان

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: د طالبانو د مشر د نېولو د امر غوښتنې «په افغانانو کې هیله» را ژوندۍ کړې ده

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي چې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده او د هغوی د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نېولو د امر غوښتنې د ډېرو افغانانو هیلې را ژوندۍ کړې دي.

دغه انسټیټیوټ په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د هیبت الله آخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نېولو امر صادرول د طالبانو د ښځو د حقونو په اړه د سختو محدودیتونو په اړه عدالت او حساب ورکولو په لور یو مهم ګام دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ څخه لږ وروسته خپلې څېړنې پیل کړې او په تېرو دوو کلونو کې یې د بشري حقونو د سرغړونو پراخ اسناد راټول کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، سره له دې چې طالبان د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور تر څېړنې لاندې دي، دوی خپل ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي: «دې ډلې د ګڼ شمېر فرمانونو او احکامو په صادرولو سره د ښځو حقونه محدود کړي دي. جې په دې کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې منع کول، د محرم پرته د ښځو د سفر منع کول، او د ښځو د کار محدودول شامل دي.»

د ياد انسټیټیوټ په وینا، افغان اتباع هیله لري چې دا سزاګانې به یوازې د طالبانو دوو مشرانو پورې محدودې نه وي او د طالبانو د مشرتابه نور غړي به هم پکې شامل شي.

په راپور کې راغلي: «دغه اشخاصو، چې د طالبانو په جوړښت کې فعالیت کوي، د جرمونو په سیستماتیک ترسره کولو کې مهم رول لوبولی دی، په ځانګړي توګه د جنسیت پر بنسټ پراخه او منظمې ځپنې کې چې افغان ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.»

د راپور له مخې، د جرمونو نړيوالې محکمې دا ګام د افغان مدني ټولنې او بشري حقونو د مدافعینو د کلونو د نه ستړې کېدونکو هڅو تایید دی چې د طالبانو د جرمونو د مستند کولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولى و.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي چې دا اقدام د دوی د کار حیاتي اهمیت روښانه کوي او دا ثابتوي چې د عدالت لپاره د دوی غږونه په نړیواله کچه اورېدل کیږي.

راپور وايي، «سره له دې چې په مخ کې ننګونې شته، د د جرمونو نړيوالې محکمې دا اقدام یوه نوې هیله او د عدالت په لاره کې د پرمختګ یوه محسوسه نښه ده.»

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په وینا، افغان وګړي، لکه نړیواله ټولنه، په دې پوهیږي چې طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې بهر ته سفر نه دی کړی او امکان نلري چې دا کار په داسې ډول وکړي چې د روم د تړون هېوادونه د نېولو امر پلي کولو ته اړ کړي.