افغانستان

ريچارډ بينټ: د افغانستان د ښځو د کرېکټ ټیم نړۍ ته پیغام ورکړ چې ښځې خاموشه نه دي

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي، افغان ښځینه کرېکټ کډوالو لوبغاړو په میلبورن کې د هرې منډې سره یو څرګند پیغام واستاوه چې دوی به «خاموشه نه شي.«

د هغه په وینا، دوی په جلاوطنۍ کې پداسې حال کې لوبې کوي، چې په افغانستان کې ښځې په بشپړ ډول له سپورټ څخه محرومې شوې دي.

ریچارډ بینټ ټینګار کړی دی: «افغان ښځې کور او په ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړاو لري،»

د افغانستان د ښځو د ېکرکټ ملي لوبډلې پرون د طالبانو د واکمنۍ راهيسې له هېواده تر وتلو وروسته خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د هېواد دغې ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په میلبورن کې د یوې خیریه موسسې لپاره لوبه وکړه.

د هېواد د ملي لوبډلې لوبډلمشره وايي چې د لوبغاړو راټولېدل په حقیقت کې د بدلون او امید لپاره یو حرکت دی ترڅو افغان نجونې او مېرمنې زده کړه ترلاسه کړي او سپورټ وکړي.