افغانستان

امریکايي سناتورې د امریکا مالي مرستو د طالبانو د لاسرسي د مخنيوي لپاره لایحه وړاندې کړه

د امریکا سناتورې شیلي مور کاپیټو د «د نړیوالو ترهګرو تمویل بندولو» لایحه وړاندې کړه، چې موخه یې د امریکا فنډونو ته د طالبانو د لاسرسي مخنيوى دى.

د امریکا د دغې سناتورې د دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې، دا لایحه ډاډ ورکوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د تمویل له لارې طالبانو یا کوم بل «ترهګریز» سازمان لاس ته نه ورځي.

دا لایحه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د مرستې لپاره ملګرو ملتونو ته د متحده ایالاتو مرستې تر هغه چې د بهرنیو چارو وزارت کانګرېس ته تصدیق نه وي ورکړی، منع کوي.

په لایحه کې همداراز ټینګار شوی چې د متحده ایالاتو هیڅ ډول تمویل به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدو پیسو په لېږد کې شامل نه وي، او هیڅ نومول شوی نړیوال ترهګریز سازمان یا بهرنۍ ترهګریز سازمان به د دې تمویل له لارې هیڅ ډول فنډ ترلاسه نکړي.

امریکایي سناتورې ويلي: «د امریکا خلک د خپلو مالیه ورکوونکو په پیسو د ترهګرۍ د تمویل لپاره ملاتړ نه کوي.»

هغې زیاته کړه: «زه ویاړم چې د نړیوالو ترهګرو د تمویل د مخنیوي قانون په معرفي کولو کې چې ډاډ ورکوي چې د متحده ایالاتو فنډونه افغانستان ته د ملګرو ملتونو په نغدي لېږد کې شامل نه دي یا د طالبانو په ګټه نه لېږدول کیږي، د خپلو همکارانو استازولي کوم.»

د هغې په وینا، د طالبانو ظالمانه رژیم ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو څخه محرومې کړې دي.

امریکایي سناتورې نیوکه کړې چې که ملګري ملتونه د هغو مرستو لپاره چې امریکا یې افغانستان ته ورکوي په سمه توګه حساب نه شي ورکولی، نو باید پرې باور ونه شي.

تر دې وړاندې، د امریکا د کانګرېس غړې تيم بورچیټ د امریکا سنا ته د «ترهګرو لخوا د مالیه ورکوونکو د پیسو د نه کارولو قانون» د وړاندې کولو خبر ورکړى و.