د امریکا د ملي استخباراتو مدیره تولسي ګبرډ وايي، امریکا باید د القاعدې او داعش د خوندي پټنځایونو د مخنیوي لپاره د افغانستان څارنې ته دوام ورکړي.
د هغې په وینا، القاعده له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د دې هېواد لخوا یې ملاتړ کیږي.
تولسي ګبرډ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې که په افغانستان کې د القاعدې او داعش ګواښ وي، نو امریکا باید هلته لاړ شي او هغوی له منځه یوسي.
هغې وويل: «موږ بايد د افغانستان څارنه جاري وساتو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د القاعدې او داعش پټنځايونه چېرته چې دوی ريښې ځغلولی شي، په ګوته شي. که موږ داسې یو څه ولیدل، موږ باید لاړ شو او هغه له منځه یوسو. خو موږ باید په دې وهم کې ونه اوسو چې دا ستونزه یوازې افغانستان پورې محدوده ده. القاعده د اوږدې مودې راهیسې توانېدلي چې په پاکستان کې پناه ومومي او روزنیز کمپونه جوړ کړي او د دې هېواد لخوا یې ملاتړ کیږي.»
دغه امریکایي چارواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم نیوکه وکړه او هغه یې «ناورین» وباله.
په عین حال کې، د سي آی اې پخوانۍ اجنټې سارا آدم وايي چې القاعده او داعش دواړه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې په بشپړه توګه فعال دي او اوس په تېرو ۲۰ کلونو کې تر بل هر وخت لوی ګواښ دی.
د هغې په وینا، دا مفکوره چې د داعش پر وړاندې جګړه په عمده توګه په سوریه کې ترسره کیږي، پخوانۍ ده، او د داعش ډېر لوړ پوړي مشران درې کاله دمخه افغانستان او پاکستان ته لېږدول شوي وو.
سارا ادم وايي چې متحده ایالات، د دفاع وزارت له لارې، په سوریه کې د «د داعش ضد جعلي» کمپاین تمویلوي په داسې حال کې چې په ورته وخت کې داسې ښیې چې له طالبانو سره د داعش خراسان پر ضد ګډه هڅه روانه ده.
هغې ټینګار وکړ: « د رښتينولۍ وخت رارسېدلى دى – زموږ(امريكا) اوسنۍ ستراتیژي اصلي ګواښ له پامه غورځوي.»