د طالبانو استخباراتو له خوا د درېو دیني عالمانو نېول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي. عبدالقادر قانت، محمود حسن، او عبدالعزیز شجاع چې د طالبانو پر ضد یې نیوکې کولې، په تېرو دوو ورځو کې د دې ډلې استخباراتو لخوا نېول شوي دي.
سرچینو ویلي، دا درې دیني عالمان د طالبانو پر سیاستونو د نیوکې له امله نېول شوي دي.
د اسلامي علومو یو شمېر پوهان او پخواني څارنوالان وايي، طالبان خپل مخالف غږونو نه شي زغملاى او دا ډول نیونې د خلکو د وېرولو لپاره ترسره کوي.
په کابل کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ، د سلواغه ۸مه، «د افغانستان د خلکو ترمنځ سوله او زغم» تر نامه لاندې غونډه وشوه، چې پکې یو شمېر دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د نجونو او ښځو حقوق ورکړي.
دیني عالم محمود حسن وویل:
«ټوله واکمني یوازې په قندهار کې مه منحصروٸ. ويې باسٸ له قندهاره، نور ولایتونه هم د افغانستان برخه دي.»
بل دیني عالم عبدالعزیز شجاع دې غونډه ته وویل:
«هغه نارینه او ښځینه چې علم لري، د الله (ج) په دربار کې لوړ مقام لري. هغه نارینه او ښځینه چې ایمان لري، د الله (ج) په دربار کې لوړ مقام لري.»
سرچینې وایي، له دې غونډې وروسته، د طالبانو استخباراتو عبدالقادر قانت، محمود حسن، او عبدالعزیز شجاع نېولي دي جې لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.
تر دې دمه، طالبانو د دې نیونو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د اسلامي علومو یو شمېر څېړونکي وايي، طالبان د مخالفو غږونو زغم نه لري او له هر ډول نیوکو سره د ظلم، شکنجې او استبداد له لارې چلند کوي.
د اسلامي علومو څېړونکی ضیا بدخشي وایي:«طالبان هر ډول ظلم، شکنجه او استبداد چې کولی شي، د خپلو مخالفینو پر وړاندې یې ترسره کوي. هغوی به د قانت او محمود حسن سره هم هماغه غیرانساني او سپک چلند وکړي، لکه څنګه چې یې د معترضو ښځو سره وکړ.»
پخوانی څارنوال غلام فاروق علیم وایي:
«طالبان غواړي چې هر هغه کس چې د دوی د رژیم پر ضد خبرې کوي، نيوکې کوي، یا مخالفت څرګندوي، ونیسي. دوی غواړي، چې له دې لارې د خلکو په زړونو کې وېر واچوي.»
عبدالقادر قانت د روان کال د تلې په میاشت کې هم د طالبانو له خوا نېول شوی و، خو دوه یا درې ورځې وروسته خوشې شو.
د بشر حقونو فعالان ټینګار کوي، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په تېرو درې کالونو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې د نیونو، ګواښونو او فشار سیاست غوره کړی دی.
سرچینو او د بشر حقونو یو شمېر سازمانونه راپور ورکوي، چې خبريال مهدي انصاري او فلم جوړونکی او د رسنيو کارکوونکی سيد رحیم سعیدي هم د طالبانو په زندان کې دي.