د کندهار څخه دوو سرچینو آمو ته ویلي چې دغه ولایت به په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو د يوې «مهمې غونډې» کوربه وي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د رٸيس الوزراء اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي هم پرون، چهارشنبه، د سلواغه په ۱۰مه کندهار ته تللي دي.
کندهار، چې اوس مهال د طالبانو د ځواک مرکز او د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د کور په توګه پېژندل کیږي، له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو د کابینې د غونډو او مهمو سیاسي غونډو کوربه توب کوي.
د طالبانو دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له راستنېدو سره پر طالبانو فشار زیات شوی دی.
له بلې خوا، د جرمونو نړیوالې محکمې یوه لوړ پوړي څارنوال هم د طالبانو د مشر هیبت الله آخندزاده او د هغوی د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نېولو غوښتنه محکمې ته سپارلې ده.