افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د پستې ځنګلونه کم شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، چې جګړه، بې وزلي، د پستې له ونو څخه بې‌سارې ګټه اخیستل، د مالدارۍ بې‌رویې پراختیا، ناسم راټولول، د جګړې اغېزې، او د بیا احیا لپاره د محدودو پروژو شتون، د افغانستان د پستې ځنګلونو پراخوالی کم کړی دی.

دې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې پخوا افغانستان له ۴۵۰ زره هکټارو زیات د پستې ځنګلونه درلودل؛ خو دا ځنګلونه، په ځانګړي ډول په بادغیس ولایت کې، چې د پستې تر ټولو ډېرې ونې پکې وې، ډېر کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره همداراز وایي، چې د نړیوال چاپېریالي صندوق او د ځنګلونو او کرنې د مدیریت ټولنو په ملاتړ، داسې پروګرامونه عملي کوي چې د دې ځنګلونو په ځانګړي ډول په بادغیس ولایت کې د ځنګلونو د پرېکولو مخه ونیسي.

دغه سازمان وايي، چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ زيږديزو کلونو پورې یې د ۳زره ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې ۱.۵ میلیونه د پستې ونې کرلي دي.

په دې راپور کې همداراز راغلي، چې د خلکو د پوهاوي لپاره يې د ځنګلونو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم عملي کړي دي.