افغانستان

سرچینې: د ازبک او ترکمن ادبياتو فارغان په فاریاب کې په دولتي ادارو کې د استخدام ازموینو څخه بې برخې شول

ځینې سرچینې آمو ته ویلي، چې طالبانو د ازبکي او ترکمني ژبې او ادبیاتو فارغان د فاریاب ولایت په دولتي ادارو کې د استخدام په ازموینو کې له ګډون څخه محروم کړي دي.

یو شمېر فارغان، چې د بیکارۍ ستونزې سره مخ دي، وايي، چې دوشنبه یې د بایومټریک او د معلمانو او اداري بستونو د استخدام ازموینې ته د ګډون لپاره مراجعه کړې وه، خو د طالبانو د ازموینې کمېټې د هغوی له منلو ډډه کړې ده.

د يادو فارغانو په وینا، د ازموینې کمېټې چارواکو ورته، چې د دوی په پوښتنبانک کې د ازبکي او ترکمني ادبیاتو مضمونونو څخه هیڅ پوښتنه نشته.

هغوی ته همداراز ویل شوي، چې د دوی د برخلیک په اړه به وروسته تصمیم ونېول شي.

د طالبانو دغه پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نيوکو سره مخ شوې ده.