افغانستان

د سپینې ماڼۍ ویانده: واشنګټن غواړي د کډوالو دوسیو د ارزونې بهیر بیا وڅېړي

کارولین لیويټ د سپینې ماڼۍ ویاندې، په یوه خبري ناسته کې د ډونلد ټرمپ د کډوالۍ فرمانونو او د هغو د اغېزو په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، وویل چې واشنګټن غواړي د ارزونې پر پروسې بیاکتنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا بهیر روڼ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ اړوند د ډونلد ټرمپ وروستيو فرمانونو د هغو زرګونو افغان اتباعو د انتقال پروسه ځنډولې ده، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او دا مهال په درېیمو هېوادونو کې د لېږد په تمه دي.

یو شمېر افغان کډوال، چې په دې پروسه کې بند پاتې دي، وايي، چې ډېرې سختې ورځې تېروي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړی، چې واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ارزونې به رڼې وي او د بیاکتنې بهیر ته ژمن دی.

لیویت په دې ناسته کې وویل: «ولسمشر یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړی، چې د ویزو د غوښتنو ارزونه او د ناقانونه کډوالو د داخلېدو پروسه اسانوي. دا فرمان د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپاري، چې د ارزونې بهیر وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې نور هېوادونه باید د هغو کسانو په اړه، چې متحده ایالاتو ته یې استوي، روڼ عمل وکړي. د بهرنیو چارو وزیر باید خپل راپور ولسمشر ته وسپاري. ما دا راپور لا نه‌لیدلی، موږ یوازې څو ورځې کېږي، چې دلته یو.»

د ترمپ تازه پرېکړو هغه زرګونه افغانان اغېزمن کړي، چې د امریکا د قانوني کډوالۍ پروګرامونو له لارې د انتقال مستحق ګڼل شوي وو.

دغه کډوال، چې په افغانستان کې يې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال له امریکایانو سره کار کړی، اوس له افغانستان، پاکستان، قطر، او اروپایي هېوادونو څخه امریکا ته د انتقال په تمه دي.

ځینې له هغوی وايي، که بېرته افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له‌خوا له «ګواښونو او انتقام‌ اخیستنې» سره مخ کېدای شي.

متحده ایالات د خپلو پخوانیو افغان متحدینو او همکارانو لپاره د قانوني کډوالۍ درې پروګرامونه لري: د ځانګړي کډوالۍ ویزه (اېس آى وي)، پي ١کډوالۍ پروګرام، د پي ٢ کډوالۍ پروګرام.

که څه هم لومړی ویل شوي وو، چې د اې آى وي ویزې به د ځنډ لاندې رانشي، خو رويټرز د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اېس آى وي لرونکو کډوالو الوتنې هم ځنډول شوې دي.

تر دې وړاندې د ټرمپ مرستیال د سي بي اېس سره په مرکه کې د افغان کډوالو د انتقال د ځنډولو پرېکړه توجیه کړې او ویلي یې و: «موږ نشو کولی، اجازه ورکړو چې زرګونه کسان د لازمي ارزونې پرته متحده ایالاتو ته داخل شي.»