افغانستان

په اقتصاد وزارت کې د طالبانو معين: د امریکا د مرستو د کمښت سره د ۵۰ بهرنیو ادارو فعالیت بند شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت معين آمو ته ويلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه وځنډول شول.

عبداللطیف نظري په دې مرکه کې زیاته کړه چې ډیری دغړي ادارې د کرنې، پوهنې، د طبیعي پېښو مدیریت او روغتیا په برخو کې فعالې وې. هغه په ​​نړۍ غږ وکړ چې بشري مرستې له سیاسي مسلو څخه جلا کړي.

په ورته وخت کې، د هیواد ځینې اوسېدونکي وايي چې خلک نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر پرون په یوه غږيز کليپ کې ټینګار وکړ چې هغه به نړیوالو ګواښونو او اخطارونو ته تسلیم نشي؛ اوس، د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري د نړۍ په هېوادونو غږ کوي چې د بشري مرستې دې نه سیاسي کوي او د امریکا د مرستو د بندیدو یادونه یې کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د امریکا له خوا د مرستو له بندولو وروسته، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ ادارو فعالیتونه ځنډول شوي دي. دغه  ادارو د ناورین مدیریت، تعلیم، روغتیا، زېربناوو او کرنې په برخو کې فعالیت کاوه. د اسلامي امارت (طالبانو) د اقتصاد وزارت له یوې خوا هڅه کوي چې ملي ظرفیتونه پیاوړي کړي او له بلې خوا د اقتصادي ډیپلوماسۍ اړیکو له لارې نړیواله ټولنه هڅوي چې خپل بشري مسؤلیتونه ترسره کړي.»

په ورته وخت کې، د هېواد ځینې وګړي هم له افغانستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دې مرستو بندېدل به د بشري ناورین د خپرېدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د افغانیو ارزښت هم د پام وړ کم شوی دی.

اقتصادي کارپوهان د امریکا د مرستو د بندولو ناوړه پایلې د افغانستان لپاره زیانمنونکې ګڼي.

 تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د جنوري په ۲۴مه، په یوه لیک کې اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د دې هېواد مرستې کمې کړي. د دې لیک پر بنسټ، تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وضعیت ارزوي، د بهرنیو مرستو هیڅ نوی تړون به لاسلیک نشي.